• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي سوریه کې د عمومي بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه ستایلي

متقي سوریه کې د عمومي بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه ستایلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرت سرپرست مولوي امیر خان متقي د لومړي ځل لپاره د سوریې د نوي حکومت د بهرنیوچارو له وزیر اسعد الشیباني سره ټیلفوني اړیکه کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال  ضیا احمد تکل ویلي، امیر خان متقي په دې اړیکه کې اسعد الشیباني ته د بریا مبارکي ورکړې او د سوريې حکومت د عمومي بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه یې ستایلي او دغه راز یې هیله څرګنده کړې چې افغانستان او سوریه کولی شي تر بل هر وخت ښې منظمې ډيپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړي.

تکل په دې اړه وايي: « متقي صاحب دغه راز ښاغلي اسعد الشباني ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ګومارنې له امله هم مبارکي ورکړه او د کامیاب ماموریت هیله یې څرګنده کړه.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه راز وایي، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم تمه ښودلې چې د افغانستان او سوریې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو پلاوي له یوه بل سره لیده کاته ولري.

تکل زیاتوي: « د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي لیده کاته سره ولري.»

د سیاسي چارو کارپوهان د سوریې نوي حکومت سره د اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي او وایي، سرپرست حکومت دې د سوریې په څېر په خپلو سیاستونو کې له نرمښت کار واخلي او د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتني دې ومني، ترڅو نړۍ پرته له کومي پلمې سرپرست حکومت سره رسمي تعامل ته را وړاندي شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « باید د سوریې له سرپرست حکومت الهام هم واخلو. اسلامي امارت هم د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې برحقې غوښتنې واوري، عمل پرې وکړي او هغه فاصلې چې د اسلامي امارت، نړیوالې ټولنې او افغان ولس ترمنځ رامنځته شوې، له منځه یوسي.»

په داسې حال کې چې سوریه کې د بشار الاسد حکومت د پرځېدو درې اوونۍ پوره کېږي، په یاد هیواد کې نجونې د زده کړو او ښځې د کار کولو اجازه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه
افغانستان

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې
افغانستان

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي
افغانستان

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist