افغانستان د سرو زرو د کانونو د پام وړ زېرمې لري او په قانوني ډول یې استخراج د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر لومړیو درېیو میاشتو پورې، د افغانستان د سرو زرو زېرمې ۲۱.۸۷ ټنه اټکل شوې دي.
مسوولین وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې په معیاري ډول د سرو زرو د استخراج لپاره ډېرې هڅې شوې.
د کانونو او پټروليم وزارت ویاند همایون افغان وايي، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سرو زرو ۱۰۰ کانونه تثبیت شوې چې ډېرى يې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بادغيس، کندهار، غزني او نورو ولايتونو کې دي.
افغان په دې اړه وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه د تخار ولایت سمتي ساحه په لوی مقیاس سره په قرارداد ورکړې ده. د دې ساحې مساحت ۱۲ کیلومټره مربع دی چې تېر کال یې له یوې چینايي کمپنۍ سره د پنځو کالو لپاره قرارداد وشو. دغه کمپنۍ به دلته شاخوا ۳۵۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. په دې قرارداد کې د اسلامي امارت ونډه ۵۶ سلنه ده، پاتې نور د هغه چینايي شرکت ده چې له ځان سره افغان شریکان هم لري. همدارنګه بغلان ولایت کې هم په لوی مقیاس د سرو زرو د استخراج قرارداد له یوه افغان شرکت سره شوی.»
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د خپلسرو او غیر معیاري کان کېندنو د مخنیوي ډاډ ورکوي او وايي، د افغانستان ډېری کانونه د استخراج لپاره په قرارداد ورکړل شوې او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل سر یې استخراج کړي.
افغان زیاتوي: « پخوا تر ډېره دغه کار په غیر مسلکي او خپلسرې بڼه کېده، خو په دې ورستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت په بشپړه توګه د خپلسریو مخه ونیوه. وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا ساحې ته یو باصلاحیته پلاوی ولېږه او د سرو زرو ساحې یې سکېچ بندي او سروې کړې او خلکو ته یې جوازونه ووېشل. اوس مهال په بدخشان او تخار کې زرګونه کسان په قانوني توګه د سرو زرو ایستلو کارونه کوي.»
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو کارپوهان د کانونو او په ځانګړي ډول د سرو زرو په برخه کې د پانګونې زیاتېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « پر کانونو پانګونه او په ځانګړې توګه د سرو زرو په برخه کې پانګونه یو ښه خبر دی او کولی شي په اوږدمهاله توګه د افغانستان پر اقتصاد خپل اغېز ولري. په داخلي قراردادونو یا هم بهرنیو قراردادونو کې ډېره مهمه ده چې تخنیکي ټکي او هغه څه چې د قرارداد په مسلکي توب باندې ډېر تمرکز لري، په پام کې ونیول شي. د استخراج په برخه کې باید واضېح پلانونه او مسوولیتونه توزیع شي.»
د قتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « د دې لپاره دوه برخې ډېرې مهمې دي، له افغانستانه د طلا د قاچاق مخه باید ونیول شي، یو مکانېزم ورته جوړ شي او د ګمرکونو له خوا نورو هېوادونو ته صادره شي. همدارنګه د هغو شرکتونو نظارت وشي چې دغه کانونه استخراجوي. د استخراج اندازه یې باید روښانه وي او د حکومت حق ورکړل شي.»
له سرو زرو سربېره افغانستان په پراخه کچه کاني زیرمې لري او کولی شي د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د سرو زرو پر یوه کان د یوه چینايي شرکت له خوا د څه باندې۳۵۰ میلیون ډالره پانګونې خبر ورکړ.