څلور ورځې وړاندې د ډسمبر پر ۲۴ مه پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په ځینو سیمو هوایي بریدونه ترسره کړل.
د دغو بریدونو لامل هغه ادعا ګڼل شوې چې وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) هلته پټنځایونه جوړ کړې او په دې برید کې په نښه شول.
عیني شواهد څرګندوي چې برعکس د دې هوایي بریدونو ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک دي.
د افغانستان پر خاوره د پاکستان دغه تېري کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل.
د اسلامي امارت دفاع وزارت د پاکستان بریدونو ته د ځواب ورکولو خبر ورکوي او وايي، تېره شپه یې ناوخته یې د خوست علي شېرو ولسوالۍ اړوند سیمو څخه د ډېورېنډ فرضي کرښې هاغاړه سیمو کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو مرکزونه چې پر افغانستان ترې بریدونه طرحه او پلانېدل، پر نښه کړې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « له جنوب ختيځ استقامته د فرضې کرښې ها خواته په څو ټکو کې د هغو شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پټنځایونه او مرکزونه په انتقامي بڼه تر برید لاندې نیول شوې چې په افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.»
یو شمېر پاکستاني رسنیو د پاکستان امنیتي ځواکونو له قوله دغه بریدونه تایید کړي او وايي، ۷ تنو نظامیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. خو یو شمېر کورنیو رسنیو بیا په سیمه کې د سرچینو له قوله ویلي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰ تنه پاکستاني عسکر وژل شوې او دوه پوستې یې هم سوځېدلې دي.
د پوځي چارو شنونکي هم د ترهګرو او د ملاتړو پر پټنځایونو دغه ډول بریدونه د اسلامي امارت مشروع حق ګڼي او په خبره یې افغان حکومت باید اجازه ورنه کړي چې پاکستان د افغانستان پر ضد نوې ترلاسه کړې پروژې عملي کړي.
د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د ترهګرو په مرکزونو باندې د دفاع وزارت د مجاهدینو ګوزارونه له ټولو نړیوالو قوانینو سره سم زموږ حق دی. له ډېرو کلونو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې پر غاړو پنجاب ترهګریز مرکزونه جوړول، افغانستان ته یې شریر عناصر رالېږل او دا اوس هم د خراسان داعش پروژه د پنجاب د آی.اېس.آی په لاس کې ده او د افغانستان د ورانۍ لپاره کارول کېږي. نه یوازې بلوچستان بلکې د پاکستان د پوځ په نورو اډو کې دغه شریر عناصرو چې له نورو هېوادونو یې راغوښتي دي، د افغانستان د ناامنه کولو لپاره، کارول کېږي.»
پاکستان په ځلونو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) د مرکزونو د شتون ادعا کړې؛ هغه بې اساسه ادعا چې په ځلونو اسلامي امارت رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد او ملت په ضد نه کارول کېږي.
له بلې خوا، پاکستان بیا هم پرافغان خاوره له تېري سره ټول نړیوال قوانین نقض کړې او په هوايي بریدونو کې یې عام خلک په نښه کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اساسي مساله دا ده چې خپله پاکستان کې یو شمېر داسې پوځي او سیاسي ستونزې شته چې د پاکستان حکومت غواړي د خپلو خلکو پام ترې بلې خواته واړوي. تاسو پوهېږی د بلوڅانو ملي آزادۍ بښوونکی غورځنګ او همدارنګه ټي.ټي.پي په پاکستان کې فعال دي او د دوی پر ضد وسله واله مبارزه کوي.»
د نړیوالواړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « پاکستان واقعا ً ګوستاخۍ ته ملا تړلې او د افغانستان پر خاوره تجاوز کوي. نو افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان دننه په پنجاب کې د پاکستاني پوځ عمده مرکزونه پر نښه کړي.»
ورته مهال، د المرصاد په نوم یوې ویب پاڼې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې د بریدونو ځینې صحنې خپرې کړي او ویلي یې دي چې د ډنډ پټان ولسوالۍ له خوا د ډېورنډ فرضي کرښې ها غاړه د اوزګوړي په خوش کرم، ټوپ، انځرکي، تبي او کفتان ساحو کې د وسله والو پر مرکزونو او پټنځایونو باندې افغان ځواکونو ساعتونه د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي.
د پاکستان حکومت تر خپلې واک لاندې سیمه کې تر هر برید او امنیتي پيښې وروسته د مسوولیت ګوته افغانستان ته نیولې، خو سرپرست حکومت هر ځل د پاکستان د حکومت او چارواکو ادعاوې رد کړې او هلته یې له ټي.ټي.پي او بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ سره جګړې، د پاکستان داخلي ستونزې بللې دي.