Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: پر بې ګناه انسانانو بریدونه به د پاکستان لپاره بدې پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ له هوايي بریدونو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي پر  خپله اېکس پاڼه دغو بریدونو ته غبرګون کې ویلي، دا بریدونه به پاکستان ته ویجاړونکې پایلې ولري.

زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې باید خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

خلیلزاد دغه راز د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر د دغو وژنو اصلي مسوول ګڼلی او زیاتوي چې تېره میاشت یې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پر پلویانو هم بریدونه کړې وو.

هغه په دې اړه وايي:« د دغو وژنو مستقیم مسوول د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دی. نوموړي تېره میاشت هم په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند  پرسوله ییز لاریون د زور زیاتي امر کړی و. د بې ګناه خلکو په نښه کول به د پاکستان لپاره ويجاړونکې پايلې ولري. پاکستان په ماتېدو دی او ژرترژره باید په خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان هغه بې موره او بې پلاره هېواد دی چې د پردیو هېوادونو امریکا او انګرېزانو د ساسي اهدافو لپاره جوړ شوی. پاکستان لکه هغه ماشوم دی چې د مور او پلار پر دسترخوان ستر نه شي، په پای کې ترې لوی جنایتکار جوړ شي. پنجاب یا پاکستان دغسې حیثیت لري.»

په ورته وخت کې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، پر افغانستان بریدونه ګټه نه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او واټن نور هم زیاتوي.

خان زیاته کړې: « د افغانستان پر خاوره بمبارۍ او د کډوالو جبري ایستلو سربېره هم په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده؛ خو دغې چارې سره کرکه زیاته شوې ده. د پاکستان دغو سیاستونو د امنیت له ښه کېدو سره مرسته نه ده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې لا زیانمنې کړې دي.»

د سیاسي  چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان نا امنه کولو او بې ثباته کولو لپاره هڅې پیل کړې دي. د افغانستان نا امني نه یوازې پاکستان ته زیات تاوان رسولی شي بلکې سیمې ته هم پر زیان واقع کېدای شي. د دې ترڅنګ، د یوه دوست ګاونډي هېواد په توګه باید پاکستان له هغو ټولو ناوړه پرېکړو او اوامرو لاس واخلي چې په تاریخي لحاظ یې د افغانستان او سیمې د نا امنه کولو لپاره ترسره کړي. ښه به دا وي چې دغه مسایل د ولسي ملاتړ او ولسونو د هلو ځلو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي. همدارنګه پاکستان باید له ورته مداخلو څخه لاس واخلي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان د ډېورېنډ فرضي کرښې دواړو خواوو کې د جګړې رامنځته کولو پلان لري او باید په پوره تدبیر یې مخه ونیول شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « پاکستان په لر او بر افغان خاوره کې د جګړې او تاوتریخوالي رامنځته کولو ژوره ستراتیژي لري. په دې خاوره کې جګړه کول د پاکستان د نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان پوځیانو په اند د حل لاره ده. په ډېر دقت او سیاسي شعور سره باید د دې جګړې په مقابل کې تدابیر ونیول شي.»

څو ورځې وړاندې د پاکستان جنګي الوتکو ډېورېنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې لسګونه عام خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل و، شهیدان او ټپیان شول.

 دغو بریدونو په کور دننه او بهر غبرګونونه درلودل. تر ټولو تازه غبرګون کې افغان ځواکونو له ډېورېند فرضي کرښې هاخوا، هغه مرکزونه پر نښه کړې چې پر افغانستان بریدونه په کې طرحه کېدل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist