Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو وار بيا د بشري حقونو په برخه کې د سرپرست حکومت پر پالیسیو نیوکه کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره یې په دې برخه کې وضع شوې پالیسۍ اندېښمنوونکې بللې دي.

يادې شورا د افغانستان په راتلونکي کې د ښځو ونډې پر تضمينولو ټينګار کړی او دغه راز يې يادې پالیسۍ په سولې، ثبات او د افغانستان په پرمختګ کې د خلکو د اساسي آزاديو محدودوونکې يادې کړې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د امنیت شورا غړي د طالبانو د تګلارو او کړنلارو د هغو پرله ‌پسې منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري چې د ښځو او نجونو له بشري حقونه او دغه راز د افغانستان په سولې، ثبات او پرمختګ کې د خلکو اساسي آزادۍ محدودوي. د امنیت شورا غړي د افغانستان د راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، مانادار او خوندي ګډون د تضمین پر اړتیا ټینګار کوي او له طالبانو غواړي چې په بېړه له دې پالیسيو پر شا شي. په دې برخه کې مثبت پرمختګونه له نړیوالې ټولنې سره د باور د رامنځته کولو لپاره حياتي دي.»

له بشري حقونو سربېره، امنيت شورا د ترهګرۍ مسالې ته هم اشاره کړې او د ترهګرۍ هر ډول موجوديت يې د افغانستان او نړۍ امنيت ته ګواښ بللی.

که څه هم امنيت شورا په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجوديت په تړاو وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې د افغانستان له خاورې بايد نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه شي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د امنیت شورا غړي یو ځل بیا ټینګار کوي چې په هره بڼه ترهګري د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې يو تر ټولو جدي ګواښ دی. امنیت شورا د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدو، د ترهګريزو اعمالو پلانولو، تمویل او یا ترهګرو ته د پناه او روزنې ځای پر نه ورکولو ټينګار کوي.»

سرپرست حکومت د امنیت شورا د دغو اندېښنو په غبرګون کې وايي، د بشري حقونو تامين ته ژمن دی او په خبره يې دغه ډول برداشتونه د هغو انګېرنو پر بنسټ دي چې د بشري حقونو په اړه د حکومت او نړيوالو له متفاوت تعريف سرچینه اخلي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر سهیل شاهين وايي: «         موږ د اسلامي اصولو په رڼا کې د ټولو افغانانو که هغه ښځېنه دي یا نارینه، د بیان آزادۍ او حقوقو ته ژمن یو. کېدای شي د بشري حقونو تعریف زموږ او د نورو سره توپیر ولري؛ ځکه بېلابېلې ټولنې او ارزښتونه دي. د افغانانو د اساسي حقونو تأمینول زموږ د جهاد له اهدافو دي او قدم په قدم به پلې کېږي.»

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي د بشري حقونو د تامين په اړه د نړيوالو غوښتنه معقوله او د ولس له ارادې سره په ټکر کې نه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی معين ګل څمکنی وايي: « که موږ فکر وکړو، دا هغه څه نه دي، که ترسره یې کړو موږ ته به ستونزې جوړې کړي. موږ باید دغې ستونزې ته د اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د حل لاره پیدا کړو.»

د سياسي چارو شنونکی اسدالله نديم وايي: « که چېرې کومه ادعا شتون ولري، باید د خبرو مېز ته کېني، فاکټونه جمع بندي او مطالعه کړي او که چېرې دا ډول کوم څه موجود وي، باید په افغانستان کې د ترهګریزو شبکو د جرړو ایستلو لپاره د مبارزې په لاره کې معقول ګامونه پورته شي.»

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د سرپرست حکومت چلن توپيري بللی او په دې برخه کې يې د سرپرست حکومت له لوري پلې کېدونکې پالیسۍ د يادو حقونو محدودوونکې ګڼلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist