Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: د اسلامي اصولو رڼا کې له نړۍ سره د اړیکو غوښتونکي یو

عبدالکبیر: د اسلامي اصولو رڼا کې له نړۍ سره د اړیکو غوښتونکي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/28

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، امریکا او ناټو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ماتې ته پام ونه کړ او د افغان ولس د جهاد له برکته د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ناکامه شوه.

مولوي عبدالکبیر چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې فراغت غونډې ته خبرې کولې وویل، د بهرنیو ځواکونو د حضور له پایته رسېدو وروسته او د اسلامي نظام په راتګ سره په افغانستان کې د جګړې توجیه نشته.

عبدالکبیر په دې اړه وايي:« نن چې امریکا نه شته، ناټو نه شته، له موږ افغانانو سره یې څه کار دی؟ څه ستونزه مو ورسره ده؟ زموږ ستونزه د اسلام له دوښمن سره وه، افغانان چې د اسلام له دوښمن سره ملګري وو چې د اسلام دوښمن لاړ، د ده ملګرتیا ختمه شوه، نور موږ له چا سره کار نه لرو. خپل باعزته ژوند کوئ، لکه مجاهدین چې په دې هېواد کې ارامه ژوند کوي، د مجاهد پلار، نیکه، کاکا، ماما، کلېوال یې ژوند کوي، که په ناټو کې چا عسکري کړې وي، تا ته هم ازادي ده.»

عبدالکبیر همدا راز زیاتوي چې د افغان ولس د جهاد په پایله کې سیمه د لویو قدرتونو له رقابت او استعمار ژغورل شوې ده.

د ریاست ولوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کوي چې اسلامي امارت د سولې او یووالی پیاام لري، خو که کوم لوری تاوترېخوالي ته لمن وهي، حتمي ده چې له جدي چلن سره به مخ کېږي.

د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د چا غوښتنو ته غاړه نږدي، خو د اسلامي اصولو په رڼا کې له نړۍ سره د اړیکو غوښتونکی دی.

هغه زیاتوي:« موږ پر ټوله نړۍ غږ کوو چې افغانستان خپلو ګاونډیانو او ټولې نړۍ ته، هغه که اسلامي هېوادونه دي او که د سیمې هېوادونه دي، که ټوله نړۍ ده، شرق دی او که غرب دی، د اسلامي امارت پیام د سولې، امن، د تعامل پيام دی. ګورئ! د اسلامي امارت پيام دا دی، که څوک پر موږ باندې تعارض کوي، جنګ کوي، زموږ جنګ دی او که څوک له موږ سره په سوله، ارامۍ، تعامل کې ګذاره راسره کوي، د شریعت په چوکاټ کې موږ له نړۍ سره تعامل کوو. موږ افغانستان ته جنګونه نه راوړو.»

د ریاست ولوزرا سیاسي مرستیال په یاده غونډه کې همدا راز وایي، اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو پرمختګ ته له توپیر پرته پام لري او ترڅنګ یې پر مسوولینو غږ وکړ چې له خلکو سره همکاري وکړي او په هر حالت کې یې غږ واوري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist