Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مې درېیمه؛ د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ ده

د افغانستان خبریالانو مرکز: روان کال د رسنیو ځپلو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/28

د افغانستان خبریالانو مرکز د یوه راپور پر بنسټ په هېواد کې روان ۲۰۲۴ کال  د رسنیو په ځپلو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور کې ویل شوې،  په روان کال کې ۱۸۱ مورده د رسنیو او خبریالانو د حقوقو نقض ثبت شوی چې په کې د ۵۰ خبریالانو نیول کېدل او د ۱۸ رسنیو پر فعالیت بندیز لګول شامل دي.

د راپور له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد رسنیو په  تړاو شاوخوا ۱۵ فرمانونه صادر شوې چې په دې کې په رسنیو کې د ښځو پر حضور بندیز او ځینو نورو بندیزونه ته اشاره شوې.

د راپور یوه برخه:« د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې شاوخوا ۱۸۱ مورده د رسنیو او خبریالانو د حقونو نقض ثبت شوی چې ۱۳۱ موارد ګواښونه او ۵۰ موارد د خبریالانو د نېولو په تړاو دي چې له ډلې یې پنځه تنه دوه تر پنځو کلنو په حبس محکوم شوې دي، که په ۲۰۲۴ زیږدیز په هېواد کې شاوخوا ۱۸ واقعات د رسنیو د فعالیت د بندیز په اړه راپورته شوي، چې په دې کې ۱۴ رسنیو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.»

همداراز، دې انديښنو ترڅنګ په روان کال کې د خبریالانو په تړاو هیڅ امنیتي پېښه ثبت شوې نه ده، خو ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې خبریالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

له بلې خوا، خبریالان د بیان آزادي او بې طرفي د رسنیو ستنو په توګه یادوي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په هېواد کې د بیان آزادی ته ارزښت ورکړي

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت چارواکي دغه ادعاوې رد وي او وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د رسنیو لپاره یوه ملاتړې اداره ده او دغه وزارت په بېلابیېو برخو کې له رسنیو ملاتړ کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي:« اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو یو  ملاتړی ادرس دی چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت سره یې له رسنیو په بېلابېلو برخو کې ملاتړ کړی. د رسنیو ترڅنګ درېدلی، اقتصادي برخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یا هم نورې حقوقې برخو کې، خو ډېری وخت کله چې د رسنیو له لوري سرغړونه وشي، دلته اصلا د ګواښ مساله شتون نه لري. موږ یوازې له رسنیو سره موضوع شریکه کوو، څو هغوی په راتلوونکې کې د پالیسو پر اساس خپلې تېروتنې اصلاح کړې او دغه موارد بغییر له کومو ستونزې حل شوې.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز په داسې حال کې  په هېواد کې د  خبریالۍ او رسنیو وضعیت د خرابېدو یادونه کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د بېلابېلو لاملونو له امله ډېری تلویزیوني، راډیويي، او چاپي رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist