نړیوال بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچې، سیمې، لاملونو او د احتمالي ځواب موندلو لپاره له سرپرست حکومت او اړوند نړیوالو او ملي ادارو سره خبرې او ګډ کار کوي.
په راپور کې ویل شوې، خوارځواکۍ نږدې ۱۲ میلیونه افغانان چې ډېری یې ماشومان او مېندواره ښځې دي، د خوراکي ناامنۍ او خوارځواکۍ له بحران سره مخ کړې دي.
په راپور کې د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان تېر څه باندې ۲۰ کالو عمومي وضعیت ته هر اړخیزه کتنه شوې او د هغو سکټورنو پر پیاوړتیا ټینګار شوی چې په نورو هېوادونو کې یې مثبتې پایلې ورکړې او ګټور تمامېدلی شي.
راپور کې وړاندې راغلي، د اقلیم بدلونونو ناوړه پایلې مخ په زیاتېدو دي او له امله یې په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ ترڅنګ، میلیونونه افغانان کافي خوړو ته د لاسرسي له جدي بحران سره مخامخ کړي.
د نړيوال بانک د راپور یوه برخه کې راغلي: « دا چې د افغانستان ۱۱.۶میلیونه خلک چې د ټول نفوس ۲۵ سلنه کېږي، کافي خوړو ته د لاسرسي نه لرلو له امله له جدي بشري وضعیت سره مخ دي. دغه ارزونې به له حکومتونو او اړوند نړیوالو همکارانو او ادارو سره همغږي تقویه کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي او کتنې لپاره به د یوې باوري سرچینې په توګه وکارول شي. موږ اړتیا لرو چې د بحران کابو کولو لپاره هر اړخیزه څېړنه وکړو او بېلابېل سکټورونه یې پر وړاندې وهڅوو.»
د نړیوال بانک دغه څېړنیز راپور چې په څه باندې ۲۰۰ پاڼو کې خپور شوی، د ملي او نړیوالو ادارو او موسسو د موندنو له مخې یې په افغانستان کې د خوارځواکۍ لاملونه هم په ګوته کړي دي.
د سرپرست حکومت چارواکي بیا د نړیوال بانک له لوري یاد راپور له واقعیتونو سره په ټکر کې بولي او زیاتوي چې د خوارځواکۍ د کچې په برخه کې مبالغه شوې.
چارواکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې پر بانکي سکټور وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د خوراکي نا امنۍ په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور مبالغه آمېز ګڼي. په ورته وخت کې موږ هڅه کوو چې د کار ایجادوونکو پروژو له لارې د خوراکي نا امنۍ ستونزه هواره شي او په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو شتمنۍ له آزادولو سره مرسته وکړي، بانکي محدودیتونه لرې شي ترڅو موږ وکولی شو د فقر کمولو لپاره جدي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسو.»
له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د نړیوالو له لوري د بشري مرستو ترڅنک باید کاري فرصتونه رامنځته او د بنسټيزو اقتصادي پروژو مالي ملاتړ وشي.
د سیاسي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي وايي: « پراخه بېوزلي، وچکالي، پر وارداتو تکیه لرل، د کرنې په برخه کې د پانګونې کمښت، په افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ د اړوند بحران اصلي لاملونه دي. د دې ستونزې د حل لپاره باید له کرنې، شغل ایجادولو، د بشردوستانه مرستو وېش، د طبیعي موادو مدیریت، د تولیدي ځنځیر له تأمین ملاتړ او پرې تمرکز وشي. که داسې نه شي، خوراکي نا امني به له تېر هم جدي او زیاته شي.»
نړیوال بانک په سوېلي آسیا کې د خوارځواکۍ مهارولو لپاره د بنسټیزو مالي پروژو ملاتړ مهم بللی او وايي، له افغان بزګرانو سره همکاري هم حیاتي ارزښت لري.