د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړی او د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبار له امله یې ورته شدید اعتراض لیک سپارلی.
په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت ته د هېواد حریم نقض د منلو نه ده او دغه ډول بې مسوولیته کړنې عواقب لري.
بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت د زبرځواکونو پر خلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخېنه لري او د هېواد د حريم نقضول ورته د منلو نه دي.