Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان له کراچۍ زندان ۵۳ تنه افغانان خوشې شول

د پاکستان له کراچۍ زندان ۵۳ تنه افغانان خوشې شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

پاکستاني چارواکي له تېرو څو لسیزو راهیسې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړې دي.

د پوليسو له لوري نيول کېدل، وهل ډبول او په بېلابېلو پلمو پیسې ترې اخیستل هغه څه دي چې هلته د مېشتو افغانانو په خبره، دوی هره ورځ ورسره مخ دي.

تازه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، د پاکستان کراچۍ له زندان ۵۳ تنه افغانان را خوشې شوې، خو کراچۍ کې د افغانستان کونسل له بندخونې د خوشې شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ياد کړی.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي: « یوه میاشت وړاندې د یوې ښځې او څو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه بندیان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو آزاد شوې او وطن ته استول شوي وو، خو د لارې په اوږدو کې د ځینو دلایلو له امله د پاکستان د حکومت له خوا راګرځول شوي وو. زموږ د هڅو په پایله کې هغوی بېرته خوشې او هېواد ته ستانه شول.»

پاکستان که څه هم په تېر یوه کال کې د افغان کډوالو سلګونه زره کورنۍ افغانستان ته په زور راستنې کړې، خو لاهم زیات شمېر افغانان له خپلو کورنیو سره په ياد هېواد کې مېشت دې.

 د سیاسي چارو شنونکي د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو چلن د نړیوالو قوانیو خلاف عمل بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې له پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا یو ښه ګام دی خو باید داسې ګام پورته شي چې د دوی په بندوخونو کې پراته زرګونه افغانانو سره هم د بشري خواخوږۍ له مخې، د ګاونډیتوب د خواخوږۍ له مخې، هغوی هم خوشې کړي. زه فکر کوم د دوی خوشې کېدل ښايي د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي اړیکو ته هم لاره پرانیزي.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې تل دوه مخی چلن کړی او په خبره يې، د کډوالو په شمول په ټولو برخو کې يې پر خپلو ژمنوعمل نه دی کړی.

د سیاسي چارو شنونکی ظاهر بهاند وايي: « دمګړې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې په زرګونه افغان کډوال خپلې شپې ورځې سبا کوي. ډېری یې هغه افغان کډوال دي چې د اسنادو نه لرلو یا د اسنادو نه شتون له امله نیول شوې دي.»

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په وار وار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پاکستانې عسکر يې د تلاشۍ په پلمه کورونو ته ورځي او نيسي يې.

د افغان کډوالو په خبره، پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist