• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شمالي ولايتونو قومي مشران: د هېواد ټول قومونه سره متحد دي

د شمالي ولايتونو قومي مشران: د هېواد ټول قومونه سره متحد دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د شمالي ولايتونو بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو قومي مشران سویل ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر وروستۍ ورځ په خوست کې تېروي.

دوی چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او قومونو ترمنځ د یووالي او یو بل منلو له پیغام سره تللي وایي، په هېواد کې ټول قومونه سره متحد دي.

 دوی د افغان قومونو ترمنځ ځینې پخواني او غلط تعبیرونه د ناسم ګڼلو ترڅنګ وايي، اوس په ګډو هڅو د دې ناسم تصویر د اصلاح وخت رارسېدلی.

د جوزجان قومي مشر سېد حامد اغا وايي: « دا د اسلام او افغانستان د دوښمنانو زهرجن تبلیغات و چې د شمال خلک جنوب او د جنوب خلک شمال ته نه شي تللی یا هم د افغانستان د قومونو ترمنځ اتفاق او همدلي نه شته، حال دا چې دا ټول دروغ دي.»

د سمنګان قومي مشر غازي جان سمنګاني وايي: « موږ خپلو ولسونو ته دا پیغام ور وړو چې دا ولسونه ټول مینې ته تږي دي، په یوالي او وحدت خوښ دي. دلته زموږ ډېر هرکلی وشو او دا پیغام یې راکړ چېد قومونو ترمنځ د نفاق په اړه شوي تبلیغات په بشپړه توګه دروغ دي.»

دا قومي مشران زیاتوي، پخوا په هېواد کې د امنیت د نه شتون له امله تر ډېره د قومونو ترمنځ تګ راتګ او اړیکې نه وې پلل شوې، نو د یادو سفرونو په مرسته به وکولی شي چې په ټول هېواد کې د خلکو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وشي.

د بلخ قومي مشر قمرالدین شرخي وايي: « له اتفاق او اتحاد څه جوړېږي، سوله او ورورولي، ترقي او تعالي او ملي پیوستون. باید له یوبل سره مینه ولرو. باید تفرقه لرې کړو او یو بل د قومونو په نامه یاد نه کړو.»

د فاریاب قومي مشرعبدالغفور امیرزاده وايي: « زموږ د سفر موخه دا ده چې له ۴۰ کالو ډېر وخت راهیسې په دې وطن کې جګړې وې او اړیکې پرې وې. د یوه ولایت خلک بل ولایت ته نه شو تللی. خو اوس د دې نظام په برکت امنیت راغلی او موږ کولی شو هر ځای لاړ شو. دا زموږ قومي مشرانو مسوولیت دی چې په ولایتونو کې وګرځو او له یوبل سره وپېژنو.»

ورته مهال، د خوست یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي هم د هېواد د شمالي ولایتونو د یادو راغلو مشرانو له هرکلي سربېره وایي، ورته سفرونه او اړیکې کولی شي د هېواد پر کچه د یوه متحد ملت پیغام ټولو اړخونو ته ورسوي او دا هڅې به هغه ګنګوسې له منځه یوسي چې ګواګي افغانان سره متحد نه دي.

د دوی په خبره، خوست ته د شمالي ولایتونو قومي مشرانو دا سفر نه یوازې د افغانانو ترمنځ د ورورګلوۍ یو ښکاره ثبوت دی، بلکې دا په ډاګه کوي چې د هېواد راتلونکی د ټولو قومونو په یووالي او ګډو هڅو پورې تړلی دی.

د خوست قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ وايي: «که تاجیک دي، که ازبېک دي یا هزاره ټول د افغانستان خلک دي. له بې اتفاقۍ څه نه جوړېږي، بلکې دا یو سخت مرض دی په نړۍ کې. نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نه شته چې له یوه قوم جوړ وي، خو که اتفاق ولري، مخته تللی شي.»

قومي مشر احمد شاه خان خوستوال وايي: «د افغانستان په تاریخ کې موږ له خپلو مشرانو اورېدلي چې زموږ د سمت شمال قومونه، تاجیک، ازبېک، ترکمن، هزاره او نورو ترمنځ د ورورۍ ژوند و، خو د ۴۰ کلنو جګړو له امله دغه سیسټم ګډوډ شو. د قومونو ترمنځ نفرت پيدا شو. د چا چې په دې کې شخصي ګټې وې، خپل قوم ته به یې تبلیغات کول چې پلانی قوم هسې او داسې دی. دوی د هغوی په نفرت کې خپلې ګټې کتلې. اوس زموږ د لویې پکتیا څو مشران شمال ته لاړل او هغوی زموږ لویه قدرداني وکړه. موږ د دومره قدر فکر هم نه شو کولی.»

د سوېل ختیځ زون خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته د شمال زون ولایتونو قومي مشرانو دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې څه موده وړاندې د سوېل ختیځ زون قومي مشرانو د شمال زون ولایتونو ته د ملي یووالي او افغان قومونو د لا نږدې والې په موخه سفر کړی و.

دوی زیاتوي چې ورته سفرونه او مناسبات به د هېواد نورو سیمو ته هم وغځوي او له دې لارې به په بېلابېلو اړخونو کې شته اړیکې لا پراخې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist