Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د حکومت څرنګوالي په تړاو د هېوادونو څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

د آصف څرګندونو ته غبرګون؛ اسلامي امارت هغه ناخبره شخص بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

اسلامي امارت د پاکستان دفاع وزیر هغه څرګندونې په توندو او سختو ټکو وغندلې چې سلطان محمود غزنوي یې لوټمار او غل بللی و.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستانی دفاع وزیر خواجه آصف بې مسولیته او ناخبر شخص بللی.

فطرت پر خپله اېکس‌ پاڼه سلطان محمود غزنوي د مسلمه امت ویاړ بللی او ویلي یې دي، هغه هند ته د مسلمانانو د آزادۍ لپاره تللی و.

د پاکستان دفاع وزیر په یوې ټلویزیوني مرکه کې د غزنوي سلطان محمود په اړه ویلي و چې غزنوي د غله په څېر په هند چې پاکستان یې هغه وخت یوه برخه وه، حملې کولې او له شتمنيو سره به بېرته راګرځېده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا چې د پاکستان د دفاع وزیر پر کچه اشخاص دومره له حقایقو ناخبره وي، د تاسف ځای دی. یو پاکستانی مسوول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدې هېواد په دفاعي میزاییلو باندې د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی.»

د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان هڅه کوي د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي تاریخ له مخې اړېکې کړکېچنې او له دې لارې له نوي ډهلي سره په خپله اړیکې ورغوي.

د دوی په خبره، پاکستان تل د افغانستان پخواني سیاسي تاریخ له مخې هڅه کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې او بې ‌باوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دوی خپلې سیاسي موخې لري او د دوی موخې څرګندې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې خوږې دي او دوی قصداً دغسې یوې موضوع ته لمن وهي او غواړي هغه وروستی سیاسي باور چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیدا شوی، هغه ته زیان ورسوي.»

د پوځي چارو شنونکي بیا د پاکستان دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي، د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو نومول شوي دي.
د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: «زموږ د نفاق او بدبختیو اساسي کړۍ همدغه پاکستان دی چې هم مو تحقیروي، هم توهینوي، هم مو وژني او هم مو په سیمه کې په وطن کې جګړه کوي او هم یې زموږ دار او ندار چور کړی او چوروي یې.»

د پاکستان د دفاع وزیر په دغه ټلویزیوني مرکه کې دا هم ویلي چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي.

خواجه آصف زیاته کړې: « هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول. زموږ په تاریخ کې هغه ته د یوه اتل په سترګه کتل کېږي چې دغه څه ماته د منلو وړ نه دي.»

سلطان محمود غزنوي د ۳۹۲ـ ۴۱۶ هجري قمري کلونو ترمنځ څو ځله د هند په لور تللی دی.
د پاکستان د پېژندل شوي سیاسي چارواکي په توګه د نوموړي څرګندونې د پاکستان په ښوونیزو تاریخي کتابونو کې د محمود غزنوي په اړه له لیکلو سره په ټکر کې دي.

 د دې هېواد په ښوونیزو کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.

د پاکستان لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر مهمې پاکستاني وسلې هم د غزنوي په نوم یادېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist