Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسیې ولسمشر د افغانستان په ګډون د سیمې پر يو شمېر مسایلو خبرې کوي

د روسیې ولسمشر د افغانستان په ګډون د سیمې پر يو شمېر مسایلو خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د روسیې دولتي رسنیو راپور وکړی، چې ټاکل شوې، نن چهارشنبه د (۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۵ مه) د دې هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین په سنټ پیټرزبورګ کې د یوې غونډې پرمهال چې د ګډو ګتو خپلواکو هېوادونو مشران هم په کې راټولېږي، د افغانستان په ګډون د سیمې پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړي.

دغه ناسته به  د دوو ورځو لپاره دوام ولري او د یادو هېوادونو مشران به پر ګډو اقتصادي، نظامي او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي.

 د روسي رسنیو راپور یوه برخه:« مشران ښايي په سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور، بشري مرستو او مهمو پوځي او تخنیکي برخو کې پرهمکاریو بحث ولري. د بحث ځانګړی پام به یې د افغانستان په ګډون د سیمې پر مسایلو ورټول وي.»

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو مشران د ګډو همکاریو لپاره له یادې ناستې وړاندې د ډسمبر پر ۲۵ هم ګډه ناسته لري چې د کتنې موخه یې په راتلونکي کې د سوداګرۍ پیاوړتیا او پر نړیوالو موضوعاتو بحث  ښودل شوی.

په ورته مهال، د سیاسي چارو کارپوهان په سیمه کې له روسیې سره د افغانستان مثبت تعامل مهم ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کولو لپاره دې سیاسي پالیسي پر محدودو هېوادونو کې چې  له لوېدیځ سره پر تقابل کې واقع دي، منزوي نه ساتي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « روسیه د افغانستان له اوسني بېطرفه سیاست په خوښۍ، له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده. روسیه چې په عمل کې له ناټو سره د اوکراین په خاوره کې په ګرمه جګړه او په نوره نړۍ کې په ستراتیژيکه جګړه بوخته ده، نه غواړي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه چې د روسیې متحد او ملګري هېوادونه دي، د افغانستان له جغرافیا په امنیتي او سیاسي لحاظ وننګول شي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پوتین دغه پرېکړه چې د افغانستان په تړاو ځینې مسایل مطرح کوي او تر ټولو مهمه دا چې روسان غواړي د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني او خپلې اړیکې ورسره ژورې کړي، د سیمې په امنیت او اقتصاد کې ورسره رغنده کردار ولوبوي، دغسې هلې ځلې کولی شي نورو هېوادونو ته هم مثبت پيغام ولري او په لویه کې د افغانستان اوسنۍ کشالې ته د حل لاره پيدا کړي.»

د ګډو ګټو هېوادونو مشران د یوریشیا اقتصادي تړون په ناسته کې چې د ډسمبر په ۲۶ به پېل شي، ازبېکستان، کیوبا او ایران ته هم د څارونکو هېوادونو په توګه د برخې اخیستلو چانس ورکړی.

د یادونې وړه ده چې مشترک المنافع سازمان د روسیې، قرغیزستان، رومانیا، مالدیف، تاجیکستان او قزاقستان په ګډون ۱۱ دایمي غړي لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist