Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني له صادق خان سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې

حقاني له صادق خان سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا ښه ‌والي او شته ستونزو د حل لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع  په دې اړه وايي: « پاکستان لوري وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند په ورته مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له خولې هم ویلي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ اړیکې له زیانمنېدو  وساتل شي او د سیمې ټیکاو او پرمختګ تضمین شي.

د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان بیا وایي، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا خبرې کړې.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه د افغانستان او پاکستان پیاوړې اړیکې او همکاري د دواړو هېوادونو پر ګټه بللې دي.

خان زیاته کړې:« د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره مو په دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو نږدې اړېکې او همکارۍ کولی شي په بېلابېلو برخو او مسایلو مثبت اغېز ولري.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د دوشنبې په ورځ(د مرغومي پر ۳ مه) ناوخته ویلي و چې د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی.

هغه پر خپل اېکس پاڼه هیله څرګنده کړې چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به یې ليدنې مانا لرونکې وي.

صادق خان ویلي: « موږ د افغانستان له سرپرست وزیرانو سره په بېلابېلو برخو کې د متقابلو ګټورو همکاریو د پیاوړتیا په موخه مانا لرونکو ليدنو ته سترګې پر لار یو.»

صادق د دغه سفر یوه بله موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروڼو د اړیکو پراختیا یاده کړې.

په دې وروستیو کې داسې ګومان کېده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې شوې دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) د فعالیتونو او بریدونو پراخېدل د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا یو له مهمو عواملو ګڼل کېده.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د روان امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره له افغانستان سره اړېکې ورغوي.

د سیاسي  چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « البته دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان دا مهال له اقتصادي، سیاسي او نظامي ستونزو سره مخامخ دی. د امریکا د نوي مشرتابه سره پاکستان هم خپلې هڅې پیل کړې چې په کوردننه اختلافونه حل کړي او دغه راز د سیمې له هېوادونو سره هم خپل اختلافونه ختم کړي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په دوام؛ د پاکستان له ‌خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د صادق خان لومړی سفر دی.

د پاکستان د لومړي وزیر او دفاع وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو له دې مخکې ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او هغوی د اسلامي امارت په ملاتړ هلته خپل بریدونه تنظیموي.

خو اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، دوی له دې ډلې ملاتړ نه کوي او په پاکستان کې د تاوتریخوالي وروستي زیاتوالی د دې هېواد کورنۍ ستونزه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist