Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات پاشدان بند د خلکو لپاره په غوره میله ځای بدل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

پاشدان بند هرات ښار ته تر ټولو نږدې بند دی چې د ښاریانو لپاره په یوه مشهور مېله ځای بدل شوی.

ډېری کورنۍ او ځوانان له ښکلي طبیعت د خوند اخیستلو او د خوښیو شېبو تېرولو لپاره دې بند ته ورځي.

د هرات یو تن اوسېدونکی وايي: « خوشحاله یو چې دا تفرېح ځای جوړ شوی او په دې بند کار کېږي. که څه هم یوڅه کار پاتې دی، خو خلک دلته په چکر راځي. موږ له حکومت او مجاهدینو ډېر خوشحاله یو چې دا کار یې شروع کړی.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: « دا د ټولنې ملي سرمایه ده او موږ هم باید په دې کې برخه ولرو. زموږ او د هرات د خلکو لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چې دلته راځي او له دې بند لیدنه کوي. د افغانستان خلکو لپاره د خوښۍ ځای دی.»

له دې سره، د هرات اوسېدونکي غواړي چې په دې ولایت کې نور تفریحي ځایونه هم جوړ شي.

دوی وایي، که دا ډول ځایونه زیات شي، نو ډېرو خلکو ته به د ارامۍ او خوښۍ شېبو تېرولو زمینه به برابره شي.

د هرات ښار یو اوسېدونکی وايي: « زموږ د خلکو او ولس لپاره ډېر بهترینه کار ځکه دی چې موږ هم تفرېح ته اړتیا لرو. ټوله هفته کار کوو خو یوه ورځ باید تفرېح ته هم ووځو. موږ په هرات کې له اوسني حکومت راضي یو.»

د هرات بل اوسېدونکی وايي: «دا هرات ولایت ته تر ټولو نږدې ځای دی چې خلک تفرېح ته راځي. خدای دې مسوولینو ته خیر ورکړي د هرات خلکو ته د تفرېح ځایونو په جوړولو لا ډېر خدمت وکړي.»

پاشدان بند د هرات ښار په شمال ختیځ ۲۵ کیلومترۍ کې، د کرخ په ولسوالۍ کې موقعیت لري. د سیمه ‌ییزو چارواکو په وینا، هڅې روانې دي چې د خلکو لپاره د دې بند په شاوخوا کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist