Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي

خلیلزاد: پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

په پاکستان کې ناامني او وسله وال بریدونه زیات شوې او یوازې وروستي برید کې چې په جنوبي وزیرستان کې د دغه هېواد د پوځ پر یوې پوستې ترسره شوی، ۱۶ پوځیان په کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان دي.

 د برید مسوولیت هم د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) منلی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ټول هغه وسله وال حرکتونه چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت لري، د اسلام ‌آباد د ناسمو سیاستونو پایله ده.

دوی زیاتوي، راتلونکو کالونو کې به په پاکستان کې ناامني نوره هم زیاته شي او وسله بریدونه به زور واخلي.

 د دوی په اند، پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدو او د روانې مرګ ژوبلې مسوولیت خپله د دې هېواد پوځ او استخباراتي ادارو ته ورګرځي او د اسلام اباد له لوري په دې تړاو پر نورو هېوادونو تور پورې کول جنایت بلل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب‌ الرحمان شهاب وايي: «د ټي.ټي.پي په ګډون ټول هغه وسله وال خوځښتونه چې د پاکستان په جغرافیا یا د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت لري، دا د پاکستان د خپلو سیاستونو پایله ده او هغه ماران چې د نورو د چیچلو لپاره تربیه شوي، دا به یوه ورځ خامخا دوی هم چیچي او د دې احتمال شته چې په راتلونکو کالو کې دغه بریدونه، خوځښتونه او نا امنۍ لا پسې زیاتې شي؛ ځکه هغه فکټورونه چې په سیمه کې موجود دي، د دې څرګندونه کوي چې دا بریدونه او نا امنۍ به زیاتېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « په پاکستان کې چې دا څه لوبې روانې دي، که دا اقتصادي دي، که سیاسي دي که امنیتي دي، مسوولیت یې خپله د پنجاب د پوځ، د پنجاب د حکومت او د آی.اېس.آی پر غاړه دي. دوی په کوزه پښتونخوا کې د بلوچانو په سیمه کې څه د پاسه ۸۰ زره تنه ووژل او د ډېر شمېر انسانانو که هغه ماشومان دي که ښځې او یا نارینه، مړي او ژوندي یې ورک دي. د دغو ناروا لوبو پر وړاندې خپله د پنجاب حکومت مسوولیت لري نه بل هېواد. هغه تورونه چې دوی یې په نورو هېوادونو لګوي، دا د دوی له خوا یو جرمي جنایت دی، ولې دوی په خپل هېواد کې  امنیت نه شي تأمینولی او غواړي ځان په دې پلمه د نړیوالو پر وړاندې له دغو جنایاتو وژغوري.»

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او په کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ دي.

خلیلزاد زیاته کړې:« په پاکستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی. پر پاکستاني پوځیانو د ټي.‌ټي.‌پي بریدونه د لویې ناکامۍ ترڅنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان هم دی.»

یو شمېر کارپوهان له اوسني وضعیت د وتلو لپاره اسلام اباد ته مشوره ورکوي چې له نړیوال تروریزم سره له همکارۍ ډډه وکړي او د هغو استخباراتي پروژو له اخیستلو لاس واخلي چې موخه یې په سیمه کې د ترهګرۍ ترویج او بیا یې پر وړاندې نمایشي مبارزه ده.

د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي: « د پاکستان وضعیت ترینګلی دی، چاودنې کېږي او خلک په کې وژل کېږي، نظامیان یې وژل کېږي. د پاکستان واکمنانو ته زموږ مشورې دا دي چې څو مسایل په پام کې ونیسي. دا هېواد باید له داسې هېواد راوباسي چې هغه د انګرېزانو، امریکایانو او بهرنیانو یوه پروژه ده. دوی باید له نړیوال تروریزم سره همکاري بنده کړي.»

له هغې وروسته چې په پاکستان کې د ټي.ټي.پي له لوري بریدونه زیات شوې، اسلام اباد  یې پړه پر کابل اچولې، هغه څه چې افغان لوري تل په کلکه رد کړې او ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist