Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښار کې هټۍ وال له لوړو کرایو شکایت کوي

جلال اباد ښار کې هټۍ وال له لوړو کرایو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هټیو زیاتېدونکو کرایو او د برېښنا لوړو بېلونو له امله هټۍ وال شکايت کوي چې د دوی کاروبار يې اغېزمن کړی.

دوی زیاتوي، د يادو ستونزو له امله یې کاروبار کمزوری شوی او نور یې د دوام توان نه لري.

هټۍ وال روحید په دې اړه وايي: « د دولتي او جنراټوري برېښنا په یو کیلو واټ کې ۳۰ افغان توپیر دی، ځکه هغه په ۱۳ او دا په ۴۳ افغانۍ ده. بله خبره دا ده چې هر کال په موږ باندې له ۱۰ تر ۴۵ زرو پورې کرایه جګيږي.»

هټۍ وال خېر محمد وايي: « په دې نږدې ورځو کې زموږ د مارکېټ مالک تقریبا ً ۳۰ سلنه کرایه زیاته کړه. زموږ څو مشکلات دي، د دوکاندارانو په قراردادونو کې د حقوقو تحفظ نه شته، کرایه زیاتوالی لري، موږ نه شو کولی دا موجوده کرایه ورکړو. په ډېر احترام سره د ملک د موجوده نظام له مشرانو غوښتنه کوو چې په دې اړه سنجده اقدامات وکړي، ترڅو زموږ مشکلات کم شي.»

ننګرهار کې د هټۍ والو او اصنافو خونې مسوولین هم مني چې اوس مهال هټۍ وال له دغو ستونزو کړېږي خو ډاډ ورکوي چې د حل په برخه کې به يې عملي ګامونه واخلي.

د ننګرهار اصنافو او هټۍ والو خونې رئيس باز محمد ځوانمل وايي: « موږ دا موضوع بار بار د ولایت له مقام سره شریکه کړې او له هغې خوا ډاډ هم راکړل شوی. موږ بار بار د دوکانونو له مالکانو سره ناسته کړې چې د کاروبار په نسبت کرایې ډېرې جګې دي چې باید له رحم  کار واخلي، ترڅو دغې لویې ستونزې ته د حل لارې پیدا کړو.» 

ځوانمل زیاتوي، د برېښنا د لوړو بېلونو په تړاو یې هم له برېښنا ریاست سره په همغږۍ پر یوې کړنلارې کار پیل کړی او دغه ستونزه به هم ژر تر ژره حل شي.

باز محمد ځوانمل په دې اړه وايي: « د خلکو ستونزه پر ځای ده خو موږ په دې هڅه کې یو چې په دې اړه یو قاطع تصمیم ونیول شي، ترڅو د قیمت په اړه د برېښنا ستونزه په نارمل توګه د دوکاندارانو له وس سره سم، تعیین کړو.»

جلال اباد ښار کې هټۍ وال د کرایو له لوړو بیو او برېښنا لوړو بېلونو داسې مهال شکایتونه کوي چې جلال اباد ښاروالۍ په یوه تازه ګام کې د ښار له بېلابېلو سیمو فلزي غرفې راټولې کړې او اوس مهال هټیو ته د خلکو اړتیا تر پخوا زیاته شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist