Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی دافغانستان او ناروې ترمنځ سیاسي اړیکې مهمې ګڼي

ستانکزی دافغانستان او ناروې ترمنځ سیاسي اړیکې مهمې ګڼي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/23

بهرنیو چارو سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیرالبرت  الساس او مل پلاوي سره لیدلي.  

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د کابل او اوسلو ترمنځ سیاسي اړیکې مهمې بللې دي.

دغه لیدنه په کابل کې ترسره شوې او دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د ټینګښت ترڅنګ د بشري او نورو مسایلو په تړاو هم خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو هیله ښودلې چې د لا زیاتې ښکېلتیا له لارې به یادو موضوعاتو ته د حل لارې پیدا کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین کابل ته د ناروې هېواد د چارسمبالي په سفر خوښي وښوده، د افغانستان او ناروې ترمنځ یې سیاسي اړیکې مهمې وبللې. په ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي، بشري او نورو مسایلو په تړاو پر بحث سربېره، دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې د ښکېلتیا له لارې اړوند موضوعاتو ته حل لارې وموندل شي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، په اروپایي هېوادونو کې ناروې بې پلوه هېواد دی او د افغانستان په قضایاو کې ښکیله نه ده پاتې شوې او تل یې د افغانستان له نظامونو سره تعامل کړی.

دوی زیاتوي، له ناروې سره د سیاسي اړیکو پراختیا له نورې نړۍ سره د افغانستان د رسمي سیاسي اړیکو د ټینګښت په برخه کې ګټوره تمامیدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي: « اروپايي هېوادونه ډېر مهم دي خوا دا هم دوه ډوله دي. یو ډول یې سیاسي دي چې همېشه د نړۍ په قضایاوو کې ډېر غرض لري او بل ډول یې بې طرفه دي او ناروې هم له بې طرفه او عاجزو هېوادونو ده. ناروې د افغانستان لپاره ښه هېواد ځکه دی چې په افغانستان کې منفي غرضونه نه لري او له هر ډول رژیم سره تعامل او رابطه ساتلې او اوس هم طالبانو سره تعامل لري او که ښه مدیریت شي، کېدای شي د ناروې له لارې او یا هم خپله ناروې کولی شي نړیوالو ته ښه زمینه مساعده کړي چې افغانستان پر رسمیت وپېژني.»  

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې یوازې تعامل د افغانستان د خلکو ستونزې نه شي حل کولی او له نړۍ سره د رسمي اړیکو د پراختیا او ټینګښت لپاره اړینه ده چې په نړیوال بهرني سیاست کې بدلون رامنځته شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « اړتیا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره که غواړي چې پر نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي، باید په لومړي سر کې د نړیوالې ټولنې  او د افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي او د بدلونونو په راوړلو سره که دا د حکومت جوړښت په برخه کې وي یا هم په خپلو نړیوالو پالیسیو کې، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي؛ ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې تعامل نه شي کولی د افغانستان د خلکو او دغه راز پر نړیواله کچه اړتیاوې پوره کړي.» 

څو ورځې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او همداراز بشردوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist