Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې د انساني قاچاق د مخنیوي امر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/23

انساني قاچاق هغه پدیده ده چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د شمېرو له مخې، په دې وروستیو کې یې په هېواد کې ګراف لوړ شوی او لا هم چټک مزل وهي.

بېوزلي، بېروزګاري، جګړې او اقتصادي ستونزې هغه لوی لاملونه دي چې افغان ځوانان یې له کبله د انساني قاچاق کوونکو په وسیله کډوالۍ ته زړه ښه کوي.

 یو شمېر ځوانان د قاچاق په ګواښمنو لارو له سفر وروسته خپل هدف ته رسيږي، خو ګڼ نور بیا په سرحدونو، سمندرونو، واورو او ځنګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه ځوانان چې په قاچاقي لارو د سفر ترخې تجربې لري، له نورو افغان ځوانانو غواړي چې د انساني قاچاق کوونکو په خوږو او غولوونکو ژمنو باور ونه کړي.

له ترکيې راګرځول شوی واجد احساس وايي: « زه خپله په دې لاره تللی  یم او دومره مشکلات راباندې تېر شوي چې ان لاسونه او پښې مې مات شوي. قاچاقبر درته وايي چې تاسو له دې لارې بیایم او خپله شمېره درکوي چې د ستونزو پرمهال ورسره اړیکه ونیسې.»    

له ترکيې راګرځول شوی یو بل افغان نظر نظري وايي: « دغه لارې له بده مرغه ۹۹ سلنه د انسانانو د مړینې سبب کېږي. زه له خلکو او په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه کوم چې د چاقاق وړونکو او هغو کسانو په خبرو ونه غولېږي چې له خلکو ناوړه ګټنه کوي.»      

همدې مسالې ته په کتو او په هېواد کې د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت رهبر نوی پنځه ماده ییز فرمان صادر کړی او په کې له حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ، امر بالمعروف، سرحدونو او قبایلو چارو او مخابراتو وزارتونو غوښتل شوي چې هېواد کې د انساني قاچاق د ناوړه عواقبو او ګواښونو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست ته هم دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د انسان قاچاق کوونکي تثبیت، تعقیب او تر نیولو وروسته یې نظامي محکمې ته معرفي کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په فرمان کې د حج او ارشاد وزارت، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قومونو وزارتونو او نورو اړوند وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د انساني قاچاق د ناوړه پایلو او شرعي ممانعت په اړه دې عامه پوهاوي لپاره عملي تدابیر ونیسي. دغه راز علمای کرام او د سیمو مخور او قومي مشران دې په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي.» 

د ياد فرمان له مخې نظامي محکمه دا حق لري چې د انساني قاچاق په جرم نیول شوی کس د جرم د تکرار په صورت کې له یوه تر درېیو کلونو په بند محکوم کړي او دغه راز ملي دفاع وزارت مکلف دی چې په سرحدونو او د ډیورېند فرضي کرښې په اوږدو کې د انساني قاچاق مخنیوی وکړي او قاچاق کوونکي تر نیولو وروسته کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې قاچاقبران تثبیت کړي، وې نیسي او له هغې وروسته یې د سزا لپاره نظامي محاکمو ته وسپاري. همدارنګه هغه مرکزونه باید وتړل شي چې د انساني قاچاق لپاره کارول کېږي. د دې فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت مسوولیت لري چې په سرحدونو او فرضي کرښې ته څېرمه د انساني قاچاق مخه ونیسي»

د سیاسي چارو شنونکي د سرپرست حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي، خو ترڅنګ یې پر سرپرست حکومت غږ کوي چې په کور دننه ځوانانو ته د کاري زمینو په برابرولو سره بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « په افغانستان کې اکثریت ځوانان د بېکارۍ له امله هېواد پرېږدي، د لارې خطرونه په ځان مني او په قاچاقي لارو خارج هېوادونو ته ځي. که چېرې په افغانستان کې دوی ته د کار زمینه برابره شي او هغه ځوانان چې غواړي په دولتي چوکاټ کې کار وکړي.»

د وسلو او نشه ‌یي توکو له قاچاق وروسته، انساني قاچاق په نړۍ کې درېیمه هغه لویه غیر قانوني سوداګري ده چې قاچاق وړونکي ترې په کلني ډول میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

له دې پدیدې سره مبارزه نړيوالو هڅو او کار ته اړتیا لري او همدارنګه د نړیوالو مرستندویه سازمانونو مالي او تخنیکي ملاتړ، د حکومتي ادارو همکاري او د انساني قاچاق مجرمینو محاکمه کول هم مهم ګامونه ګڼل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist