Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د اقتصادي ستونزو له امله نږدې۸ زره ماشومان پر درنو کارونه بوخت دي

ننګرهار کې د اقتصادي ستونزو له امله نږدې۸ زره ماشومان پر درنو کارونه بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/22

۴۵ کلن ګل جان چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې کار کوي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی ترڅو د ورځنیو اړتیا پوره کولو په موخه په خپلو ماشومانو هم کار وکړي.

 هغه هر سهار له خپلې اوه کلنې لور زینب او دوه نورو زامنو سره له کوره راوځي او تر ماښامه د خښتو په بټیو کې کار کوي ترڅو هغه اندازه پیسې چې، د بټۍ له مالک نه يې قرض کړي بېرته يې ورپوره کړي.

ګل جان وايي:« بېوزلي مو ده، نور عاید نه لرو. دا ۱۰ یا ۱۵ کاله کېږي، چې په دې بټۍ کې خښتې اچوو، پوروړی یم. ماشومان مې په دې مصروف کړې، چې  نور کار نشته دی، اړ دي چې دوی له ما سره خښتې اچوي. دلته نږدې ښوونځی نشته.»

 د ګل جان په خبره، د ده په شان سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د اقتصادي ستونزو له امله په خپلو ماشومانو کار کوي.

 هغه له سرپرست حکومته د مرستې او بچيانو ته يې د تعلیمي برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

ګل جان زیاتوي:« په دې بټۍ کې په زرګونه ماشومان لګیا دي، ټول همدا شان غریب او بېچاره دي. وس یې نشته دی چې په ښوونځي کې یې شامل کړې. په دې یخ کې ترماښامه له ما سره خښتې اچوي. له دولته مو هېله دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي. په زرګونه کسان په دې بټۍ کې لګیا یو، له سهاره تر ماښامه خښتې اچوو.»

له ګل جان سره په کار بوخته وړه زینب وايي، زده کړې يې ارمان دی او غواړي راتلونکې کې د ټولنې خدمتګاره جوړه شي.

خو په خبره یې د پلار نیستۍ اړه کړې چې کار وکړي.

پر درنو کارونو بوخته ماشومه زینب وايي:« غواړم مکتب ووایم، زه سهار له پلار سره راوځم او کار کوم او بیا ماښام ځو. غریبي ده، په همدې بټۍ کې پراته یو. له پلار سره مې کار کوم.»

د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین که څه هم په دې اړه ویډیويي یا غږیزې مرکې ته حاضر نه شول، خو هغه ارقام او کړنې چې د ماشومانو د ژوند ښه کېدو برخه کې یې ترسره کړي له موږ سره  شریک کړل.

د دغه ریاست د مسوولینو مالوماتو پر اساس، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي کې ۷۶۹۳ تنه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist