Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقاعدین له سرپرست حکومت د خپلو حقونو ورکړې غوښتنه کوي

د متقاعدینو حقونو ورکړې لپاره ځانګړې محکمې جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/22

د افغانستان لپاره کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویلي کوریا، سوېتزرلېنډ، ترکیې، بریټانیا او امریکا هېوادونو استازو د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۶مه په جنوا کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړې.

په دې ناسته کې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سربېره د یوناما، نړیوال بانک او اسلامي همکاریو سازمان استازو هم ګډون درلود، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، امنیتي مسایلو او د ملګرو ملتونو ادارو د ښکېلتیا پر څرنګوالي بحث شوی.

په دې تړاو ګډه اعلامیه چې تېره ورځ خپره شوې، د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د دوامداره سولې او ثبات او ملي ډیالوګ رامنځته کېدو لپاره اړینه چاره بلل شوې.

د جي اووه هېوادونو ګډه اعلامیه کې راغلي: «ټینګار وشو چې په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات لپاره یوه داسې باوري او ټولګډونه ملي ډیالوګ ته اړتیا ده چې په پایله کې یې اساسي قانون رامنځته کېدو او د یوه داسې ټولشموله سیاسي نظام جوړېدو ته لار هواریږي چې سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او افغانستان خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي.»

اعلامیه کې سره له دې چې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې اعتراف شوی؛ خو یو ځل بیا له اسلامي امارت د یادې ډلې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه شوې.

د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو په افغانستان کې د هغو وسله ‌والو ډلو د شتون ادعا کړې چې په وینا یې افغانستان کې دننه او بهر د ترهګریزو بریدونو د پلان او طرح کولو وړتیا لري.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو ګډه اعلامیه کې دغه راز راغلي: « په کابل او سیمه کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او د دوامداره ترهګرۍ په تړاو چې د افغانستان امنیت او ټیکاو ته ګواښ متوجه کوي، جدي اندېښنه وښودل شوه. سره له دې چې له داعش خراسان ډلې سره د طالبانو پر مبارزې اعتراف وشو؛ خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک سره سم پر طالبانو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د ګام پورته کولو پر اړتیا ټینګار وشو.»

اعلامیه کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او په ځانګړي ډول پرطبي نیمه عالي زده کړو نوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بلل شوي چې په وینا پر افغانانو په تېره بیا پر ښځو او نوزېږو ماشومانو ویجاړوونکې اغېزې ښېندي.

په دې اعلامیه کې ګډونوالو د ملګرو ملتونو له سرمنشي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې او د استازي ټاکل کېدل یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو د پروسې مخته وړلو او د دوامداره سولې او ثبات لپاره اړین بللي. 

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « هغه څه چې په امنیتي ساحه پورې اړه لري یاهم د داعش د فعالیتونو مربوط کېږي، د طالبانو په آدرس دغه تور ډېر سم نه دی؛ ځکه طالبانو د جمهورت پر وړاندې د جګړې پر مهال هم د داعش د یوې رقیبې ډلې په توګه شتون درلود او د حاکمیت ترلاسه کولو څخه وروسته هم د داعش پر وړاندې جنګېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « موږ هم د دې په خاطر چې خپل استقرار او نظام مو ساتلی وي، اړتیا ده چې له نړیوالو سره یو رغنده ډیالوګ پيل شي، که دا په دوحه کې وي یا بل هر ځای؛ ترڅو موږ له دوی سره یوه داسې حالت ته ځانونه ورسوو چې یو بل ته په احترام سره اړیکې پراخې کړو.»

په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ او غیرقانوني کډوالۍ په څېر له احتمالي ګواښونو سره د مبارزې ترڅنګ، د مخ پر ودې وضعیت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ژورې ښکېلتیا غوښتنه شوې.

زموږ له اړیکو سره سره، اسلامي امارت د جي اووه هېوادونو دې ګډې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش او ورته وسله ‌والو ډلو پر وړاندې مبارزه جدي او اغېزناکه بللې او په دې تړاو یې د نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو څرګندونې او اندېښنې بېځایه بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist