• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: خپل ځوان نسل د افغانستان بلې جکړې کې نه شو قرباني کولی

امريکا يو ځل بیا له اسلامي امارت د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو لرې کولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/22

له پوهنتونونو د ښځینه محصلینو له منع کېدو د دوه کاله پوره کېدو سره هم مهاله د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدویتونو د سملاسي لرې کېدو غوښتنه کړې.

بلېنکن د اېکس په یوه بیان کې ویلي، له تېرو دوه کلونو راهیسې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ښځې او نجونې له پوهنتونونو راګرځولې او په نا دولتي موسیسو کې یې له کار کولو منع کړې دي.

بلېنکن افغانې ښځې د یوه باثباته، سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره اساسي برخه بللې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هر ډول لګول شوي محدیویتونه لغو کړي.

هغه زیاته کړې: « دوه کاله تېر شول چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو او په نادولتي موسسو کې یې پر کار کولو بندیز لګولی. موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»

له دې سره هم مهاله د افغان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نجونو پرمخ د تحصلي بنسټونو تړولو دویمې کالیزي په مناسبت د نړیوال پیوستون غوښتنه کړې.

امیري ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان سرپرست حکومت سره په هر ډول تعامل کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

امیري په دې اړه وايي: « نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي. د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پرمختګ باید د هغو بنسټیزو اقداماتو سره تړلی وي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تګلارې لغوه کړي. همدارنګه غړي هېوادونه، مرستندویه ادارې، اکاډمیکې موسسې او خصوصي سکټور باید د افغان ښځو او نجونو د استقامت او نوښتونو سره د څرګند ملاتړ په توګه، د سرچینو، ټکنالوژۍ، زده کړو، د کار وسیلو او اقتصادي فرصتونو برابرولو کې هڅې وکړي.»

بله خوا، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او په خبره یې د نجونو له تعلیم پرته به افغانستان هېڅکله هم ښه راتلونکی ونه لري.

کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« د علم او پوهې لپاره زموږ د هېواد د نجونو غوښتنه او آواز یو برحقه او د یوه سوکاله افغانستان لپاره غږ دی. د ځوان قشر توانمندۍ د ټولنې د ځان بسیاینې، له احتیاجه د خلاصون، د پرمختګ او آبادۍ یوازینۍ لار ده. د افغانستان د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره تعلیم حیاتي دی او هیله لرم چې په هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»

د  نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته لازمه ده چې د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او نجونو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي.»

د نجونو پرمخ د تحصيلي بنسټونو د تړلو دوه کاله پوره شول، خو لا هم افغان نجونې د دې حق پر تامين ټینګار کوي او له سرپرست حکومت غواړي چې د دوی دا اسلامي او انساني حق ورته ورکړي.

زده کړیاله فاطمه وايي: « ما غوښتل چې په راتلونکي کې ډاکټره شم، اوس چې د زده کړو اجاز نه راکول کېږي، زه نه شم کولی خپلو هیلو ته ورسېږم. له حکومت غوښتنه کوم چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

سره له دې چې سرپرست حکومت د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځيو د پرانیستنې په اړه څه نه وایي، خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځيو د بیا پرانيستلو په تړاو هڅې روانې دي.

 د څه باندې دوه کالو په تېريدو سره لاهم  سرپرست حکومت د افغان نجونو د دغه برخليک په تړاو نهايي پريکړه نه ده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist