Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست اوسېدونکي مکتب بازار کې د رغنیزو پروژو پلي کېدو غوښتنه کوي

د خوست اوسېدونکي مکتب بازار کې د رغنیزو پروژو پلي کېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/21

په افغانستان کې د جګړې کلونو یوازې د خلکو ژوند نه، بلکې ښارونه، کلي او بازارونه هم ځپلي دي، چې د خوست صبریو ولسوالۍ مکتب بازار د دې کیسې یو ژوندی انځور دی.

دغه بازار چې د  مخکېني حکومت پرمهال د جګړو یو مهم مرکز و، شاوخوا دوې لسیزې یې د جګړو لمبو او د ناامنۍ تر سیوري لاندې تېر کړل.

 یوازې یو نوم نه و، بلکې د سوځېدلو هټیو، خالي کوڅو او د وېرې ډک ژوند یو تریخ داستان هم و چې سوداګر او د سیمې خلک یې هره شېبه له یوه جدي ګواښ سره مخ و، ډېر کم فرصت هم نه پیدا کېده چې د دې بازار اوسېدونکو او سوداګرو دې په کې د ارام ساه اخیستې وي.

د صبریو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي حاجي ګلاب وايي:« د مکتب بازار کې به پر موږ دومره سخته راغله چې دوکانونه به مو پرېښودل او ترې وبه تښتېدو. دوکانونه به بند ول، لارو کې به رانه پیسې تللې وې. کله به ضربتیانو نیولو او کله به امریکایانو نیولو. د مکتب بازار ټول دوکانداران سخت په تکلیف وو.»

د صبریو ولسوالۍ یو بل اوسېدنکی میر زمان په دې اړه وايي:« بازار کې دوکانونه نه ول، ټول خلک ترې تللي وو، خلک دې سیمې ته نه شوی راتللی، ځکه خلک به چې د سبزیو لپاره راغلل، ضربتیانو به شړل. خلک په تکلیف ول، دې سیمه کې خلک ډارېدل. نو چا دې بازار ته زړه نه ښه کاوه.»  

د جګړې له پای ته رسېدو سره مکتب بازار د یوه نوي ژوند پیل ته نږدې شوی، که څه هم لا د جګړې نښې د دې ځای په ځینو برخو کې پاتې دي، خو د نویو ابادیو څرکونه ښکاره دي.

 د نویو کوڅو او هټیو پراختیا، او له جګړو وروسته د سولې او ثبات راتګ سره د مکتب بازار بڼه په بدلېدو ده.

اوس دغه  ښارګوټی د سوداګرۍ او ټولنیزې هوساینې پر لور ګړندي ګامونه اخلي.

د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی حنظله افغان وايي:« مخکې دلته ۱۵۰ یا ۲۰۰ دوکانونه ول، خو الحمدالله کله چې امنیت راغلی، سوله راغلې، دوکانونو ته پراختیا ورکړل شوې، اوس دلته شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه دي. خلک تر ډېرې ناوختې پورې دلته پاتې کېږي او خپل تجارت کوي.»

د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی جمشید وايي:«موږ له دولته دا غوښتنه لرو چې په بازار کې د بیارغونې چارې پيل کړي. موږ سړک هم نه لرو، بازار کې دوکانونه وېجاړ شوې.»

د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت چې د صبریو ولسوالۍ مکتب بازار د هغه وخت کیسو یو عیني شاهد دی، په دغه سیمه د ډېرو قربانیو د یاد ترڅنګ ډاډ ورکوي چې دا د سرپرست حکومت مسوولیت دی څو هلته شته نیمګړتیاوې په تدریجي ډول هوارې کړي.

قانت په دې اړه وايي:« بازار دوی ته ډېر هدف و، تل د دوی له څار لاندې و. نو هغه بازار چې د افغانستان اسلامي امارت په هغه وخت کې ترې ډېرې ښې خاطرې لېدلي دي، نن به انشاء الله هغه ولس چې د صبریو مظلوم او کړېدلی ولس دی، الحمد الله اسلامي امارت دوی ته توجه هم کړې ده. که د خدای ج  رضا وه، په دې کې به د صبریو بازار هم راځي.»

له هغې وروسته چې اسلامي امارت واک ته ورسید او په هېواد کې جګړه پای ته ورسیده د خوست صبریو ولسوالۍ مکتب بازار هم د جګړو له ټپونو وروسته د پرمختګ سفر پیل کړی.

 که څه هم ډېر کارونه لا پاتې دي، خو د خلکو همت او د سیمې د ثبات اغېز به دا ښارګوټی ډېر ژر په یو پرمختللي سوداګریز مرکز بدل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist