د چاپېریال ساتنې ملي اداري سرپرست له شمشاد سره په مرکه کې د جګړې په شمول د خلکو ټيټ اقتصاد او بې وزلي هغه عوامل بولي، چې د اقليمي بدلون ژورې اغېزمنتيا ته يې لاره خلاصه کړې.
مطيعالحق خالص وایي، د اقليمي بدلون اغېز په دې کې دی، چې له امله يې وچکالي زياته شوې، د اوبو کچه ټيټه شوې او د سېلابونو راوتلو ترڅنګ تودوخه او توپانونه زيات شوې دي.
د نوموړي په خبره، له دې امله افغانې ښځې او ماشومان د بل هر قشر پرتله ډېر د اقليمي بدلون ناوړه پايلو اغېزمن کړې.
خالص په دې اړه وايي:« که په افغانستان کې وحشي حیوانات دي، که الوتونکي دي، که زموږ ځنګلونه دي، که کرنه ده، دا هم د اقلیمي بدلون له امله زیات زیانمن شوې. که د انسانانو په برخه کې که موږ وګورو، طبیعي خبره، چې ښځې او ماشومان د توپانونو او وچکالۍ په حالت کې زیات زیانمن کېږي. افغانستان کې تېرو ۴۰ یا ۴۵ کلونو جګړو د خلکو ورځنی ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی. نو بیا له دغه شان اقلیمي بدلون چې هر ځای کې یو مصیبت پېښېږي،نو زیات زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېږي. »
خالص د دې مرکې په یوه برخه کې وایي افغانستان د وچکالۍ پرله پسې درېیم کال تجربه کوي او له امله یې یو شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، د اقليمي بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له لوري د ۳۲ پروژو له منځه یوازې دوې هغه يې په تېرو درېيو کلونو کې پيل شوې او د ۳۰ هغو د پيلېدو چارې نه دي پيل شوې.
خالص زیاتوي:« د اسلامي امارت په راتلو سره له دوو پروژو بغیر نورې ټولې ځنډول شوې. اقلیمي بدلون نن سبا د دولتونو پرتله ملتونه ډېر زیانمن کوي. ملتونه پر ځای پراته دي، هر سیاست چې تغییر کېږي، ملت خو نه تغییر کېږي. ملت هماغه ملت دی. نه د اقلیمي بدلون داسې کوي، چې ووایي دلته کوم نظام دی چې زه یې زیانمن کړم. نو له سیاست پورې د اقلیمي بدلون اثر تړلی نه دی. نو بیا که څوک دا له سیاست پورې تړي، زما په اند دا به یو امتیازي نظر وي، چې له خلکو سره وي او په زوره یې له هغې پسې تړي. »
خالص د کابل د هوا ککړتیا په هکله وایي، د ژمي له را رسېدو سره جوخت د پلازمینې هوا په ځانګړي ډول د شپې ۸۴ سلنه ککړېږي.
خالص د کورونو ګرمولو لپاره د غير معياري سون توکو کارول د هوا ککړتيا لامل ګڼي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، افغانستان د دې ترڅنګ چې د نړۍ له خورا بې وزلو هېوادونو دی، په ورته وخت کې د هغو هېوادونو په ډله کې هم شامل دی چې اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړي.