د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو محدودیتونو نجونو ته ګڼې صحي او رواني ستونزې پیداکړي دي.
ریچارډ بېنېټ زیاته کړې، افغانې نجونې دغو محدودیتونو سختې زیانمنې کړي او زرګونه نجونې د رواني ناروغیو ښکار او یو شمېر یې په زور او اجباري ډول واده کولو ته اړې شوې دي.
د بېنېټ په خبره، د سرپرست حکومت له لوري دغه اقدام په کورنیو کې ټولنیزې اړیکې اغېزمنې کړي او د دې هېواد راتلونکي پرمختګونو یې له جدي ګواښونو سره مخ کړې دي.
هغه په دې اړه وايي:« په افغانستان کې د نجونو حقونو لپاره باید موږ ټول د هغوی مدافعان شو. تعلیم یوازې بشري حق نه دی، چې هغوی دې ورته انتظار شي. بلکې تعلیم یوه قوي کتله ده، چې په نړۍ کې مساوات او سوکالي رامنځته کولی شي.»
بېنېټ په دغه مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت پر نجونو او ښځو د محدودیتونو دوام د یوه پلان شوي سیستم له لارې پراخ او عملي کړې دي.
د سرپرست حکومت چارواکو چې زموږ اړیکو ته یې ځواب رانه کړ، تل یې ټینګار کړی چې د اسلامي اصولو سره سم یې ټولو افغانانو ته خپل حقونه ورکړي دي.
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د بشري حقونو د نقص په یو شمېر مواردو کې د ځينې نړیوالو سازمانونو ادعاوې بې بنسټه دي او د افغاني کلتور او غوښتنو سره اړخ نه لري.
دوی، چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په برخه کې د سرپرست حکومت د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي زیاتوي، چې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي د بشري حقونو له مسالې سیاسي ګټه واخلي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ګورئ که رېچارډ بېنېټ دی، یا نړیوال هېوادونه دي، یا ملګري ملتونه زموږ هېواد افغانستان کې د بشر حقونو په اړه خبرې کوي، د دې لامل خپله همدا هېوادونه دي، په ځانګړې ډول هغه هېوادونه، لکه ایران، پاکستان، امریکا چې دو شر اندازه استخباراتي کړۍ لري.»
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی په ۲۰۲۲ کال مې میاشت کې د یاد سازمان د بشري حقونو شورا له لوري ټاکل شوی وو په ۲۰۲۳ کال اګست میاشت کې سرپرست حکومت یې افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.
اسلامي امارت یې د سفر د بندیز لامل یو اړخیزه راپورونو چمتو کول او د افغانستان د واقعیتونو سره په ټکر کې بللی وو .