• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: پر رسنیو نیوکې او محدودیتونه هېڅ ګټه نه لري بلکې زیان رسوي

ستانکزی: پر رسنیو نیوکې او محدودیتونه هېڅ ګټه نه لري بلکې زیان رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/19

د افغانستان علومو اکاډمۍ په نوښت «د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ شو.

په دې سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین وویل، اسلامي امارت هېڅ کله هم نه غواړي چې رسنۍ وتړل شي او یا یې هم محدودې وساتي.

حیات الله مهاجر فراهي زیاتوي، سرپرست حکومت له رسنیو سره تفاهم کړی خو اړینه ده چې رسنۍ هم په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او افغاني فرهنګ رعایت کړي.

مهاجر په دې اړه وايي: « اسلامي امارت هېڅکله دا نه غواړي چې رسنۍ وتړل شي یا محدودې شي. موږ له رسنیو سره د تقابل پرځای د تعامل لاره غوره کړې، خو دری ټکي باید په پام کې ونیسو؛ اسلامي ارزښتونه، د هېواد علیا ګټې، زموږ افغاني دود او فرهنګ. په دغو درېیو ټکو کې دننه رسنۍ فعالیت کولی شي.»

په ورته وخت کې د علومو اکاډمۍ رئیس په دې سیمینار کې مولوي فریدالدین محمود وايي، رسنۍ د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې هم ګټورې تمامیدای شي او هم کولی شي نظام ته زیان ورسوي.

مولوي فریدالدین محمود زیاتوي، که رسنۍ په واقعي توګه خپل رول اداء کړي، ګټورې تمامېدای شي.

هغه زیاتوي: « رسنۍ خو دا موجوده آلې دي چې هم ګټورې کېدای شي او هم مضرې. رسنۍ هم د اسلامي نظام د ټینګښت او هم د نظام د سستۍ او په غلط مسیر برابرولو سبب هم کېدای شي.»

د علومو اکاډمۍ رییس د خپلو خبرو په بله برخه کې وايي، رسنیو کې نصیحتونه ورته کېږي او د معاصر تاریخ په اوږدو کې یې ښه رول نه دی لوبولی او داسې رسنۍ د اسلامي نظام په ټینګښت کې هېڅ ګټه نه لري.

د علومو اکاډمۍ رییس په دې اړه وايي:« دا رسنۍ موږ ته سپارښتنې کوي، دا رسنۍ د اسلامي نظام په استحکام کې هېڅ رول هم نه لري.»

بله خوا، د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین د نظامونو په ټینګښت کې د رسنیو رول مهم ګڼي او زیاتوي، باید پر افغاني رسنیو باور وشي او کار کوونکو ته یې د مجاهد په سترګه وکتل شي.

شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت باید د هغې تبلیغاتي جګړې پر وړاندې له داخلي رسنیو ملاتړ وکړي چې له بهره د افغانستان حکومت پر وړاندې روانه ده.

ستانکزی زیاتوي: «اعتماد پرې وکړئ، دا زموږ خپله میډیا ده. دا ټلویزیونونه چې همدا اوس زموږ مخې ته ولاړ دي، دا د همدې ملک بچیان او د همدې هېواد خلک دي. دوی د همدې لپاره پیسې مصرفوي چې خپل هېواد ته کار وکړي. نو، دوی ته باید د وطن پرستو افغانانو په سترګه وکتل شي، دوی ته د مجاهدینو په سترګه وګورئ. دا هم زموږ مجاهدین دي او د میډیا په برخه کې جهاد کوي. بنا ً، له دوی سره همکار شئ، پر دوی ډېر انتقادونه او قیودات هېڅ ګټه نه لري، پرته له دې چې تاوان ورورسوي. نو له حکومت او اسلامي امارت څخه زما خواهش دا دی چې زموږ میډیا تقویه کړي، شاته یې ودرېږي او په وړو وړو جزئیاتو مشکل ورته جوړ نه کړي او اجازه ورکړي چې د نړۍ له میډیا سره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي. دا کار هغه وخت کېدای شي چې د اسلامي امارت او میډیا ترمنځ کې واټن ختم شي.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، هغه کسان چې په رسنیو کې پر سرپرست حکومت نیوکې کوي، د نظام د مخالفینو مانا نه لري بلکې باید ورسره حوصله وشي.

ستانکزی زیاتوي: « که چېرې یوې رسنۍ ته یو څوک راځي او په یوه موضوع باندې خبرې کوي، په ګردي مېز کې برخه اخلي یا تبصره کوي او د حکومت پر ځینو مسایلو نیوکه کوي، له دې سره باید حوصله وشي. داسې نه ده چې کوم څوک د یوې موضوع په اړه خپل نظر ووايي، هغه مجرم دی؛ ځکه چې نظریات مختلف دي او ټول افغانستان په یوه نظر نه شي کېدای.»

په دې سیمینار کې د رسنیو د رول په تړاو د ریاست الوزرا پیغام هم ولوستل شو چې په کې د رسنیو رول مهم یاد شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « رسنۍ په اوسني عصر کې د خبر رسولو، ابلاغ، عامه پوهاوي او دعوت تر ټولو مهممه وسیله ګڼل کېږي. رسنۍ چې د خپل ځانګړي اهمیت له امله د حکومت یوه قوه ګڼل کېږي، نه یوازې په ورځنیو پېښو د خلکو خبرولو له اړخه بلکې د اذهانو د تنویر، اسلامي دعوت، تعلیم، فرهنګي مبارزې، د خلکو د معلوماتي کچې لوړولو او د دوښمن د تبلیغاتي او رواني جنګ څخه د ولس د ژغورنې له اړخه هم اهمیت لري.»

په سیمینار کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنینو رول په تړاو د ګډونوالو له لوري بېلا بېلې مقالې هم ولوستل شوې او په ټولو برخو کې یې د رسنیو واقعي رول مهم یاد کړ.

رسنۍ د حکومتونو د بدلولو په برخه کې درېیمې او څلورمې قوې په توګه یادې شوې او همدا راز ویناوالو زیاته کړه چې رسنۍ د حکومتونو او ولس ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist