Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انس حقاني: داعش ډله په افغانستان کې حضور نه لري

انس حقاني: داعش ډله په افغانستان کې حضور نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/19

روان کال په کابل او ولايتونو کې پر یو شمېر داسې امنيتي پېښو سربېره چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی، د اسلامي امارت یو شمېر جګ پوړي چارواکي او د رهبرۍ غړي بيا هم په افغانستان کې د داعش فزيکي حضور صفر بولي.

انس حقاني له شمشاد تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وایي، داعش په افغانستان کې د امريکا د حضور پرمهال تحرکات پيل کړي وو، خو اوس دا ډله ماته شوې ده.

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړی انس حقاني زیاتوي: « دوی د امریکایانو په وجود کې دلته جغرافیه نیولې وه، په ننګرهار او یو شمېر نورو ځایونو کې موجود وو، خو اسلامي امارت د امریکایانو په وجود کې او داسې مهال چې امریکایانو به زموږ ملګري ویشتل، له دوی یې هغه جغرافیه هم ونیوله ویې ځپل او بیا اوس له دوی سره هېڅ جغرافیه نه شته. اوس اکثریت له بهره خلک واردېږي او دلته بریدونه کوي.»

د سیاسی چارو شنونکي اندېښنه ښيي، که څه هم په افغانستان کې د داعش حضور د صفر کېدو ادعا کېږي، خو بیا هم دا ډله څنګه کولی شي په پېچلو بریدونو لاس پورې کړي؟

 د اسلامي امارت مخکښ غړی انس حقاني په دې اړه وايي، داعش غواړي په ورته بريدونو سره افغانستان کې خپل بايللی حضور ثابت کړي.

انس حقاني په دې اړه زیاتوي: « اوس مساله دلته دا ده چې دوی د خپل ځان ثابتولو لپاره دغسې نرمو اهدافو ته مخه کړې. تاسو وینئ چې کله په مسجدونو کې بېګناه خلک وژني او کله هم دنیا ته د ځان ښودنې او خپلو سپانسرانو ته د ځان ثابتولو لپاره، ځینې بریدونه کوي.»

بله خوا، همدا تېره سه ‌شنبه د پاکستان دفاع وزير په افغانستان کې د پاکستان ضد عناصرو د موجوديت ادعا وکړه، خو د سیاسي چارو شنونکي د داعش له لوري وروستيو بريدونو ته په کتو، په افغانستان کې د ورته امنيتي پېښو ګوته پاکستان ته نیسي او وايي، دغه بریدونه د پاکستان په اشاره ترسره شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د نړیوالو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران دا اندېښنه چې وايي په افغانستان کې داعش ډله شتون لري، دا هېوادونه د دې اندېښنې حق نه لري؛ ځکه چې همدغو هېوادونو د افغانستان په هکله په دې څو لسیزو کې ناروا بشري جنایتونه ترسره کړي، د داعش او القاعدې د روزنې ځاله او مرکز پاکستان و او دی.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ: « داعش د پاکستان د استخباراتو له لوري جوړه شوې ډله ده او د دې ډلې لپاره لابي هم د پاکستان استخبارات کوي. همدارنګه د عملیاتو لپاره یې پلانونه او خام مواد په واک کې ورکوي. د دغو عملیاتو پړه یوازې پر داعش اچول، په سیمه کې یې بریدونو ته هڅول، روزل او اکمالول ټول د پاکستان د استخباراتو له خوا کېږي.»

ځينې نور بیا پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه له داعش سره په همکارۍ تورنوي او وايي، دغو هېوادونو داعش ډلې ته ځای ورکړی او په افغانستان کې یې بريدونو ته استوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په دې خو ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي او دوی یې ملاتړ هم کوي. دا چې په دې وروستیو کې د نړیوالو له خوا هم د داعش په تړاو ډېرې خبرې کېږي او له بلې خوا یې پاکستان هم د یوې پروژې په توګه مکررا ً یادوي، زه داسې انګېرم چې غربي نړۍ غواړي د پاکستان په وسیله داعش ډله افغانستان ته راولي او دا سیمه د خپلو ګټو لپاره بې ثباته کړي او خپل اهداف مخ ته یوسي.»

خلک له سرپرست حکومته غواړي چې له تېرو بريدونو په درس اخيستلو سره دې د راتلونکي کال په امنيتي پلان کې د امنيت ضد ټولو ابعادو ته پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist