کابل کې د «انسان اصلاح او سلامتیا، د هرې زمانې اړتیا» تر سرلیک لاندې د محمدعطالله فیضاني۵۲ تلین او د نوموړي اووه ځلې زنداني کېدو یاد غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نوموړي ۵۱ آثار د اسلامي ټولنې لپاره ارزښتمن وبلل او په خبره یې د ټولنې د اصلاح لپاره دې هره کورنۍ د خپل اولاد په روزنه کې اړینې هڅې وکړي.
دوی دغه راز د ټولنې اصلاح او د یووالي رامنځته کولو لپاره د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ د واټن له منځه وړل جدي اړتيا ګڼي.
د پوهنتون استاد یحی رحیل وايي: « تر هغه وخت چې د عصري او دیني علومو ترمنځ یوه واقعي پخلاینه ترسره نه شي، زه فکر کوم هغه بې نظمۍ او ګډوډۍ به ادامه ولري چې موږ یې اوس په خپله ټولنه کې لرو. په دې برخه کې تر ټولو لوی او بنسټیز رول د دیني علماوو دی. دوی باید له ټولو ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي. هرڅومره چې د دیني او عصري علومو ترمنځ د پخلاینې لپاره ډېرې هڅې وشي، زموږ یو انجنیر، دیني عالم او دیني عالم، انجنیر ته درناوی ولري، بې له شکه موږ یو بل ته اړتیا لرو.»
ورته مهال، یو شمېر دیني عالمان بیا غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې نجونو ته په ښوونځیو کې د ثانوي او په پوهنتونو کې د لوړو زده کړو اجازه ورکړي.
دیني عالم مرتضی حامد وايي: « که چېرې ښوونځیو او پوهنتونو ته زموږ د خویندو په ورتګ کې ستونزه وي، دولت مکلف دی چې دا ستونزه حل کړي. کله چې له شیکاګو ښار په یوه سویچ سره په غزه کې د بم چاودنه کېږي او ۵۰۰ تنه فلسطینیان شهیدانوي، آیا موږ نه شو کولی د خپلو خویندو د تردد لپاره پلان جوړ کړو؟ البته چې کولی شو. زه هیله لرم اسلامي امارت دغې برخې ته چې زموږ د هېواد یوه لویه اړتیا ده، ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا په افغانستان کې د نظامونو انقطاع ته په اشارې وایي، د ملت او حکومت ترمنځ واټن، ملت ته د حکومت نه پاملرنه او په لوړو پرېکړو کې له ولس سره د مشورې نه کول د انقطاع عمده لاملونه دي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « له ملت سره واټن پيدا کول زوال دی، په ملت باندې په زور خبره منل زوال دی، ملت تر خپل جبر لاندې راوستل زوال دی، له ملت سره د همغږۍ نه شتون زوال دی، په ټولنه کې اختلاف اچول زوال دی، له ملت خپل ځان معتبر، جنتي او الله ته نږدې ګڼل زوال دی. همدا ملت دی چې حکومت دی او حکومت دی چې ملت دی؛ دواړه یو بل سره موازي روان دي. کله چې د دوی ترمنځ یوه سانتي فاصله هم راشي، یا ملت زوال ته ځي یا حکومت.»
مولانا محمدعطالله فیضاني چې په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال په هرات کې زېږېدلی، په فلسفي، سیاسي او دیني برخو کې یې بېلابېل کتابونه لیکلي دي.
نوموړی د وخت حکومتونو پر تېروتنو د اصلاحي نيوکو له امله اووه ځله زنداني شوی.