Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بيا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې

ټرمپ یو ځل بيا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/18

د څه باندې درېيو کلونو په تېرېدو سره لاهم له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل په امريکا کې د ډيموکراټانو او جمهوريت غوښتونکو ترمنځ لانجمنه مساله ده.

د امریکا نوي ټاکل شوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يادو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي يو وار بيا نيوکه کړې او ویلي يې دي چې په ناسمه توګه د ځواکونو ایستل د جوبايډن ادارې د ناکامو سياستونو پايله ده.

ټرمپ دا هم ویلي، چې په غوره توګه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو ترڅنګ باید په دې هېواد کې زياته پيمانه پوځي تجهيزات نه وی پاتې شوي.

ټرمپ زیاته کړه: « موږ د امریکا په مالیاتو کې ځانګړې سپما وکړه، خو دا هرڅه د افغانستان په جګړه کې تر ډېره بې ځایه مصرف شول او کله چې پوتین زموږ د ادارې احمقانه رهبري ولیده، نو پر اوکراین یې برید وکړ. زه هم له افغانستانه راوتلم، خو په عزت او قدرت سره. اوس مهال چې طالبان زموږ پر وسلو څه ډول پوځي رسمي ګذشت کوي، ډاډ درکوم چې داسې نه کېدل. ما به د لسو سېنټو په اندازه د وسلو یوه ډېره کمه برخه هم نه وای پرېښې.»

خو د پوځي چارو کارپوهان د ډونالډ ټرمپ دې څرګندونو ته په پام، له سرپرست حکومت غواړي چې ملي يووالي ته کار وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « پر افغانستان د امریکا یرغل او له افغانستانه یې بېرته تګ، د امریکا په تاریخ کې یو ناروا، شرموونکی او تاریخي جنایت و چې زموږ د هېواد او خلکو پر وړاندې یې ترسره کړ. د امریکا دغه جنایتکارانه سیاست، دوی په نړۍ کې په شرمونو وشرمول.»

که‌ څه هم اسلامي امارت د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په تړاو څه نه وایي، خو چارواکو له دې مخکې ويلي وو چې په افغانستان کې هېڅ هېواد ته بيا د پوځي حضور اجازه نه ‌ورکول کېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په افغانستان کې له امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزاتو دې د افغانستان د دفاع لپاره وکارول شي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « امریکا هڅه کوي چې خپلې نظامي اډې یو ځل بیا په دې جغرافیه کې فعاله کړي. د روسانو او چینایانو مخنیوی، له دغو هېوادونو سره  استخباراتي مبارزه او د منځنۍ آسیا پر زېرمو حاکمیت د غربي نړۍ له اساسي پروګرامونو څخه دي.»

د سياسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که چېرې په رېښتیا هم بشري وضعیت او د افغانستان موضوعات مطرح وي او دوی یې په اړه اندېښنه لري، نو لګول شوي فشارونه د څه لپاره دي؟ آیا په حکومتوالۍ د خپلو سیاسي ګټو د ستراتیژيک عمق پلي کولو لپاره نه دي؟ که چېرې افغانستان نن ورځ له انزوا سره مخامخ دی، آیا امریکا په مستقیمه توګه دغه انزوا نه مدیریت کوي؟ باید  عیني واقعیتونو ته مراجعه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ موده وړاندې د ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي وو، چې د بریا په صورت کې به د باګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.

 د ده په خبره، افغانستان چين ته د نږدېوالي له امله امريکا ته مهم دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist