د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو.اېن.ډي.پي) په مالي ملاتړ په پنځو ولایتونو هلمند، کندهار، خوست، بامیانو او دایکنډي کې د ټولنې لپاره د خوراکي توکو خوندیتوب، د ځوانانو اقتصادي ودې، زیانمنو کسانو د تغذیې او دغه راز ځوانانو ته د دایمي کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه پیلوي.
د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال فضل الرحمان فاضل وايي، د دغو پروژو د پلي کولو لپاره چې لګښت یې ۲.۵میلیونه ډالره کېږي، له ۲۰ بنسټونو او موسسو سره هوکړې لاسلیک کړې.
فاضل زیاته کړه: « د کورنیو او ټولنې لپاره د خوړو خوندیتوب، د ځوانانو لپاره د مهارتونو او کارموندنې له لارې اقتصادي وده، د زیانمنو اقشارو لپاره د تغذیې ښه والی، د ځوانانو لپاره د پایداره کاري فرصتونو ایجادول. د دې پروژو ټولیز لګښت ۲.۵ میلیونه ډالره دی چې نن به یې له ۲۰ ملي بنسټونو سره د ۱.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شي. دا پروژې به د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې بشپړېږي.»
فاضل وايي، په ټول افغانستان کې د لنډ مهاله تخنیکي او مسلکي زده کړو له ۱۵۰ زیات فعال مرکزونه لري چې اوس مهال په کې نږدې ۴ زره کسان په بېلا بېلو برخو کې مسلکي او حرفوي زده کړې ترلاسه کوي.
د فاضل په خبره، روان کال نږدې ۱۳ زره کسان له بېلا بېلو لنډ مهاله تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغ شوي او دغه چاره د بېکارۍ راکمولو او پایداره اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې مرسته کولی شي.
نوموړی په دې اړه وايي: « ټولټال ۱۶۶ لنډمهاله فني او مسلکي مرکزونه په ټول هېواد کې فعاله شوي چې په کې ۳ زره ۸۹۱ تنو ته د اړینو زده کړو زمینه برابره شوې. روان کال ۱۲ زره ۸۷۳ تنه د ۹۱۴ بابه حرفوي او مسلکي مرکزونو د مهارتي روزنې تر بشپړولو وروسته ټولنې ته وړاندې شوې دي.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د ښوونیز نظام یوه مهمه اداره ده چې د بشري سرچینو او د ځوانانو د مهارتونو لوړولو مسوولیت لري او ټولنې ته روزل شوی متخصص کاري ځواک وړاندې کوي.