Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خواجه آصف: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان کې نا امني ډېره شوې

خواجه آصف: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان کې نا امني ډېره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/18

د پاکستان امنیتي ادارو د وروستيو اروزنو له مخې، روان کال په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې وسله ‌وال بريدونه زيات شوي او په پایله کې يې پاکستاني ځواکونو ته له درنې مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، د پاکستان د پوځ ځينې پوستې او قرارګاوې هم د وسله‌ والو لاس ته لوېدلې دي.

همدې ناامنیو ته په کتو، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یوه مرکه کې ویلي، له کابل سره د اسلام ‌اباد يوازینۍ ستونزه هلته د پاکستان ضد عناصرو موجوديت دی.

د آصف په خبره، له هغې راهيسې چې سرپرست حکومت په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، ورسره سم د پاکستان تر کنټرل لاندې سيمو کې تاوتریخوالي هم زور اخیستی.

آصف زیاته کړې:« موږ د افغانستان له واکمنانو سره یوه ستونزه لرو او هغه دا ده چې دوی په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي ته پناه ورکړې او دغه ډله له هغه ځایه بریدونه پلانوي او بیا دلته زموږ امنیت ګواښي.»

د سیاسي چارو کارپوهان دغه تورونه تکراري او بې ځایه بولي او زياتوي، پاکستاني چارواکو د خپلو ورته ادعاوو د اثبات لپاره هېڅ اسناد نه دي وړاندې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي: « پاکستان په دې ډول څرګندونو او تورونو سره د افغانستان د انزوا هڅه کوي او پر افغانستان د فشار راوستو لپاره لابي ګري کوي او غواړي چې پر نړیواله سطحه د افغانستان پر وړاندې ننګونې جوړې کړي؛ حال دا چې په افغانستان کې سراسري امنیت موجود دی، ثبات راغلی او د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه کېږي.»

سرپرست حکومت تازه د پاکستان دفاع وزير ادعا په اړه څه نه وایي، خو وړاندې یې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان موجوديت رد کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوهان ټينګار کوي چې اسلام ‌اباد دې له شواهدو پرته د ورته ادعاوو پر ځای، د خپل امنيت پر ټينګولو تمرکز وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال په دې اړه وايي: « په افغانستان کې د ټي.ټي.پي او نورو وسله والو ډلو شتون چې د پاکستان حکومت پرې تل ټینګار کوي، له یوې بهانې پرته بل څه نه دي. د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره، دغه ډلې په افغانستان کې نه شته او افغانستان دا مهال هغه هېواد نه دی چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښ پېښ شي. پاکستان باید د ټي.ټي.پي ستونزه په کوردننه حل کړي.»

د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیرعلي امین ګنډاپور ویلي، دامهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي.ټي.پي) له ۱۶ تر ۱۸زرو جنګيالي په قبايلي سيمو او خيبرپښتوخوا کې فعال دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist