Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انس حقاني: څوک دې نفاق ته د لمن وهلو هڅه نه کوي

انس حقاني: څوک دې نفاق ته د لمن وهلو هڅه نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/18

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړي په نظام او د حکومت په کچه د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اختلافات ردوي او زیاتوي چې په دې تړاو روان تبلیغات د افغانانو د ارمانونو او د هېواد سولې دوښمنانو کار دی.

حافظ انس حقاني له شمشاد ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغان ولس له کړاونو راوتلی او څوک دې هڅه نه کوي چې نفاق ته لمن ووهي.

حقاني زیاتوي:« دا څه باید څوک زړه ته وا نه چوي چې موږ دا اختلاف دومره غټ کړو چې هغه په خلاف واوړي او دې ته دې هېڅوک ارمان هم نه کوي، ځکه موږ نه غواړو چې دا وطن ته چې تل دربدرۍ همېشه له ملوک الطوایفۍ نه، د قدرت د جزیرو نه، د پردیو د لاسوهنې او اختلافونو نه راغلې ده، موږ یې بېرته دې وطن ته راولو. زموږ په دې ولس له امن پرته بل هېڅ نه لورېږي.» 

حقاني ښه حکومتولي او ولس ته خدمت د دوی له ارمانونو او لومړیتوبونو بولي او د واک انحصار ردوي.

حقاني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د قدرت پرسر جنجالونه موجود دي وویل، دا د مشرانو له اوامرو سرغړونه ده چې قدرت او مقام مو دې د ځان لپاره غوښتی وي او یا یې پرسر شخړې وکړو.

حقاني زیاتوي: «دا زموږ آرمان دی. تاسو زموږ د کورنۍ تاریخ وګورئ، زموږ د والد صاحب او خلیفه صاحب تاریخ وګورئ. یو دا حالت دی چې چا مجبور کړي او قدرت یې ورکړی، خو بل د خپل اختیار حالت دی چې موږ لیدلي او په کتابونو کې مو لوستلي، ما خپله د خلیل حقاني په مجلسونو کې اورېدلي چې هېڅلکه به خپله د قدرت اخیستلو ته مخکې نه شو او هڅکله به د چوکۍ په سر له چا سره جنجال نه کوو. دا موږ ته په کور کې یو اصل پرېښودل شوی او موږ ټول ورته لبیک وايو.»

په داسې حال کې چې د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل رحمان حقاني د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۲۱مه د داعش ډلې په یوه ځانمرګي برید کې له څو تنو ساتونکو او همکارانو سره په شهادت ورسید او حافظ انس حقاني یې تازه له فاتحې څخه راګرځېدلی، پر نوموړي د برید په تړاو وايي، دا ډول پېښې د نړۍ په امن هېوادونو کې هم ترسره کېږي او په دې مانا نه ده چې ګواکي افغانستان دې نا امن وي.

حقاني په دې اړه وايي: « ده په دې وروستۍ ورځ هم خپلو رییسانو ته مسیج کړی و چې هرڅوک له ما سره ملاقات غواړي، رایې ولی او هېڅوک په عذاب نه کړئ، خفه یې نه کړئ. څوک به څه وکړي، خو ما به شهید کړي، تاسو یې پرېږدئ ما دې شهید کړي. دا د ده مسیج دی او د وزارت د رییسانو په ګروپ کې یې کړئ. دا ډول بریدونه حتا د امریکا پر ولسمشر هم کېږي او نړۍ کې یې ډېر مثالونه شته.»

حقاني شمشاد ټلوېزیون سره ځانګړې مرکه کې له دغو مسایلو سربېره خپلو خبرو کې د باثباته او یو موټي افغانستان لپاره د افغانانو یووالي باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist