د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مسوولین وایي، هېواد کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو د ګټه اخیستونکو شمېر ډېر شوی او دا مهال په ټول هېواد کې د فعاله پېرودونکو شمېر ۲۵.۹ میلیونه تنه دی.
دوی زیاتوي چې په ټوله کې له بېلابېلو مخابراتي شبکو څخه څه باندې ۳۳.۹ میلیونه سیمکارټونه پېرل شوې دي.
د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري وايي: « څه د پاسه ۲۵.۹ میلیونه فعال مشترکین له مخابراتي خدمتونو استفاده کوي. فعال مشترکین هغه چا ته ویل کېږي چې د ۱۸۰ ورځو په جریان کې یې له مخابراتي خدمتونو ګټه اخیستې وي. په ټولیزه توګه څه باندې ۳۳.۹ میلیونه سیمکارټونه په افغانستان کې وېشل شوي دي.»
په ورته وخت کې کابل ښاریان که څه هم د پخوا پرتله د انټرنېټ چټکتیا او د اړیکو کیفیت کې ښه والی نه ردوي؛ خو د نیوکې په توګه وايي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو پرتله د مخابراتي او انټرنېټي کڅوړو بیې لوړې دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « په نورو هېوادونو کې، د مثال په توګه پاکستان کې انټرنېټي خدمتونه د افغانستان پرتله ډېر ارزانه دي. که د اسعارو بیو ته وګورو، افغانۍ تر پاکستانۍ روپیو لوړه ده، خو بیا هم د انټرنېټ خدمتونه نه یوازې کمزوري دي بلکې د پکېجونو بیې یې هم لوړې دي. د انټرنېټي کڅوړو لوړو بیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.»
که څه هم چارواکي د ښاریانو ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د نوري فایبر چارې ۹ زره ۱۳۸ کیلو مټرو ته رسېدلې چې په خبره یې ۷ زره ۶۵۳ کیلومټره یې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته غځول شوې او له دې سره به انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی پراخ شي.
د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري په دې اړه وايي: « له دې سره څنګ کې نوري فایبر یوه بله زېربنا ده چې په نورو هېوادونو کې هم د ځمکنیو ارتباطاتو لپاره ډېره مؤثره او اقتصادي زېربنا ده. موږ دا مهال په افغانستان کې د نوري فایبر ۹ زره ۱۳۸ کیلومټره شبکه لرو. دا کچه درې کاله پخوا ۷ زره ۶۵۳ کیلو مټره وه، په کم وخت کې لوی پرمختګ څرګندوي.»
د اترا ادارې د مالوماتو له مخې، دا مهال د مخابراتو په سکټور کې ۲.۸ میلیارد ډالره پانګونه شوې چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته ۱۸۷ میلیونه ډالره زیاتوالی په کې راغلی.