په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیټ ګانیون د کندهار د والي له مرستیال ملا محمد صادق انقلابي سره کتلي دي.
د کندهار رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو مرستيالې له لوري په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د کوکنار د بدیل معشیت پروژو پر تطبیق خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د یوناما مرستیالې له قوله راغلي، کندهار ته یې د سفر موخه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د پروژو څارنه، ارزونه او د راتلونکي کال په پلان کې د نیمګړتیاوو او ستونزو په نظر کې نیول شامل دي.
د یوناما مرستیالې جورجېټ ګانیون ویلي: « کندهار ته د سفر موخه د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د روانو او ترسره شویو پروژو څارنه او ارزونه ده او هم غواړو چې له سیمیزو مسوولینو د خلکو اساسي اړتیاوې واورو او د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په پلانونو کې يې ځای پر ځای کړو.»
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د کندهار مرستیال والي د چېک ډېمونو، سړو خونو، سړکونو، لارو جوړولو، د بې کارۍ د مخنیوي، هېوادوالو ته د کاري زمینې په برابرولو ټینګار درلود.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، تر هغې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د بنسټیزو اقتصادي پروژو په برخه کې رښتیني همکاري ونه کړي، پر لنډ مهاله بشري مرستو هېڅکله اقتصادي ثبات نه شي رامنځته کېدای.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رشتیا وايي: « تر هغو چې خلکو ته د عاید یوه ثابته سرچینه پيدا نه شي، دا به ډېره ستونزمنه وي چې د بېوزلۍ او بېکارۍ ګراف راټیټ شي. اوس مهال ټولې مرستې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې ترسره کېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « هغه پاتې برخه چې دغو خلکو ته د مرستې په توګه ورکول کېږي، دا مرسته د دې خلکو بنسټيزې ستونزې نه شي حل کولی.»
ملګرو ملتونو له دې وړاندې په يوه راپور کې ويلي وو، د نشه يي توکو پر کرکیلې د بنديز له لګېدو سره د هغو بزګرانو عايد ډېر کم شوی چې ياد توکي يې کرل او د دوی عايدو زياتوالي لپاره يې له بسپنه ورکوونکو د بوديجې غوښتنه کړې وه، ترڅو ورته د بديل معيشت برابرولو له لارې عايد ډېر کړي.