Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سعاد: د پلازمینې امنیت ساتلو لپاره د پولیسو تشکیل ۱۴ زرو ته رسېدلی

سعاد: د پلازمینې امنیت ساتلو لپاره د پولیسو تشکیل ۱۴ زرو ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/14

د کابل امنیې قوماندانۍ  امنیتي چارو مرستیال وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې پولیسو د امنیت او عامه نظم ټینګولو او دغه راز له نشه‌ يي توکو او جنایي جرمونو سره جدي مبارزه کړې.

محمد شاکر سعاد د شمشاد لید خپرونه کې د خبرو پر مهال ویلي، د کابل امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې د پولیسو شمېر ۱۴زره تنو ته رسېدلی او په خبره یې، په دغو تشکیلاتو کې ۵۰۰ تنې ښځینه پولیسې هم شاملې دي.

هغه په دې اړه وايي:« د کابل ولایت امنیې قوماندانۍ نظامي پرسونل څه د پاسه ۱۴ زره تنه دي او دا مهال د کابل په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي. دا پرسونل د اوس لپاره کفایت کوي.»

سعاد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د پولیس ځواکونو پر مټ د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د جنایي جرمونو بانډونه له منځه وړل شوي او زرګونه تنه مجرمین د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

دغه راز سعاد ډاډ ورکوي چې په کابل ښار کې د قاتلینو او سازماندهي شویو جرمي ډلو ريښې له منځه وړل شوې او چاته اجازه نه ورکول کېږي چې د کابل ښاریانو ژوند او امنیت وګواښي.

سعاد زیاتوي: « په تېر کې چې کوم کرايي قاتلان، ځنځیري قتلونه او دېته ورته نورې پېښې وې، همدارنګه د مفسدو کړیو سیسټماټیک کارونه او سازمان یافته غله او غلاګانې وې، ټولې له منځه وړل شوي او یوازې نوم یې پاتې دی.»

د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې رد نه کړه چې ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي د افغانستان اوسنی امنیت ګډوډ کړي خو خبرداری ورکوي چې خپلو اهدافو ته به ونه رسېږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په تېرو دوه کلونو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له  ۳ زره او ۸۰۰  زیات جلا عملیات ترسره شوي چې پرمهال یې له ۴ زره ۵۰۰  ډېر مظنونین نیول شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال په دې اړه وايي: « په تېرو دوه یا درېیو کالو کې تر هر چا زیات جدي دي او له نشه يي توکو سره یې پوره مبارزه کړې. د تېرو دوو کالو په لړ کې نږدې ۳ زره ۸۷۱ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تقریبا ً ۴ زره ۵۰۴ تنه مجرمان او مظنونین نیول شوي دي.»

سره له دې چې یو شمېر کابل ښاریان د ښار په ځینو برخو کې د پولیسو د یونیفورم نه شتون په اړه اندېښنه لري؛ خو د کابل امنیه قوماندانۍ دغه چارواکی وايي، تر اوسه څه باندې ۹۵ سلنه پولیسو ته یونیفورم وېشل شوی او په خبره یې هر یو پولیس سرتېری اړ او مکلف دی چې د دندې پر مهال یونیفورم پر تن ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist