له نن پنځه میاشتې وړاندې د جولای پر ۱۲مه د جمعې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د ګیله من وزیر د جنازې مراسمو کې د خپل قوم د تحفظ، انصاف او عدالت لپاره د اکټوبر پر ۱۱ مه د پښتون قامي عدالت جرګې د جوړېدو اعلان وکړ.
منظور احمد پښتین هغه مهال وویل: « زه د پاکستان حکومت ته دا وایم چې جابره ستا۲۰ کاله وارونه وو خو د پښتون به یو وار وي او په دې وار سره به تا د ځمکې تل ته ښکته کړي.»
سره له دې چې د یاد غورځنګ د مشر له لوري د جرګې له اعلان وروسته د جرګې د ترسره کېدو تر ورځې د پاکستان حکومت د دوی پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل او ان بلوچستان او د وزیرستان څو ولسوالیو ته یې د غورځنګ د مشر پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه.
همدارنګه پوځ د خیبر میدان کې د جرګې لپاره ځانګړی شوی ځای په په درنو ماشینونو ویجاړ کړ او د غورځنګ په غړیو یې مخامخ ډزې هم وکړې؛ خو له دې ټولو سره سره پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې له جوړولو په شا نه شو.
بله خوا، منظور احمد پښتین ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خبرداری هم ورکړل شو چې د غورځنګ د غړیو شناختي کارټونه او پاسپورټونه به د حکومت له لوري کنسل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وویل: «دلته له لر او بر څخه زرګونه پښتانه را روان دي. د پاکستان حکومت باید د ټولې پښتونخوا شناختي کارټ په یوځل بلاک کړي او ته به وايي چې داسې قدرمن پاسپورټ یې هم دی؛ له چا سره چې د پاکستان پاسپورټ وي، څوک ورسره نږدې نه کېني.»
له دې ټولو ستونزو سربېره، د پښتون قامي عدالت جرګه له ټاکل شوې نېټې یوه ورځ وروسته د لسګونه زرو پښتنو په ګډون جوړه او له درې ورځو سلا مشورو وروسته پای ته ورسېده.
د غورځنګ مشر د جرګې پریکړه لیک د اکټوبر پر ۱۴ مه خپل قام او رسنیو ته اعلان کړ.
منظور احمد پښتین وویل:« جرګې پرېکړه وکړه چې څرنګه چې نور په دې خاوره بد امني او جګړه نه شته، د پاکستان پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلابېلو نومونو له طالب تر داعش پورې یادېږي، په دوو میاشتو کې دې زموږ له خاورې ووځي.»
خو اوس پوښتنه دا ده چې د دوه میاشتو په تېرېدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ عملي اقدامات څه دي او د راتلونکي لپاره کوم پلانونه لري؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ سوبه یي مشر نورباچا وايي: « په دې جرګه کې ۸۰ کسیزه کمېټه جوړه شوه او په کې د پښتونخوا د ټولو سیاسي ګونډونو یو یو استازی او ورسره د پښتونخوا وطن د هرې ولسوالۍ د ولسونو په خوښه یو یو نماینده اخیستل شوي. د نوې لایحې عمل لپاره به په نږدې ورځو کې دغه ۸۰ کسیزه کمېټه یوه ناسته وکړي او په کې به را روانه نوې لایحه عمل وټاکل شي. موږ ټول انتظار یو چې دغه نوې لایحه عمل وټاکل شي، بیا به د هغې له مخې کار کوو.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، د پښتنو د حق غوښتنې، خپلواکۍ، د پاکستان له استعمار او استثمار څخه خلاصون، زغم او منظمې مبارزې ته اړتیا لري او په باور یې پاکستان لاهم هڅه کوي چې په پښتونخوا کې پښتانه په بېلابېلو دسیسو کې له یوبل سره وجنګوي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « حوصله په کار ده او وخت ته اړتیا ده. هغه پرېکړې چې د خیبر په تاریخي جرګه کې وشوې، هغه به هرومرو عملي کېږي، خو د ۶۰ ورځو یا تر دې کم وخت په جریان کې د دغو ټولو پرېکړو عملي کېدل ممکن نه دي.»
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « قومونه هغه مهال کولی شي خپلو اهدافو ته ورسېږي چې ولسي پاڅون ته لاره هواره کړي. د ولسي پاڅون نتیجه موږ ولیده چې په سوریه کې خلکو یو داسې مستبد نظام راچپه کړی چې شاوخوا نیمه پېړۍ یې پر دوی حکومت وکړ.»
له دې سربېره، پاکستاني پوځ له هرې لارې هڅه کوي څو په پښتونخوا کې د پښتنو ترمنځ له هرې ممکنې لارې بې اتفاقي رامنځته کړي.
د نومبر په ۲۲ مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په یوه موټریز کاروان چې له پاړا چینار څخه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته روان و او امنیتي ځواکونو یې هم ملتیا کوله، وسله والو برید وکړ او د شپږو ښځو په ګډون یې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې برید د ملامتۍ ګوته د پاکستان امنیتي ادارو ته ونیوه.