د ډېسمبر ۱۰ د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نماځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نړۍ کې بشري حقونه تر سخت ګواښ لاندې دي او له امله يې میلیونونه خلک په بېوزلۍ، لوږې، ټیټ کیفیت ښوونیزو او روغتیايي سیسټمونو کې ایسار پاتې دي.
انټونیو ګوټېرېش په منځني ختیځ، اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو کې جګړو ته په اشارې زیاته کړې، نړیوال قوانین په قصدی توګه تر پښو لاندې کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: « موږ باید د ټولو حقونو لپاره ودرېږو. د فقر او لوږې له خطرونو سره مبارزه، د ټولو لپاره د روغتیا پالنې او تعلیم تضمینول، د ښځو، نجونو او لږکیو لپاره عدالت او برابرۍ ته پرمختګ ورکول، د ډیموکراسۍ، مطبوعاتو آزادۍ او کارګرانو حقونو لپاره درېدل. د خوندي، پاک، سالم او باثباته چاپېریال حق ته وده ورکول او د بشري حقونو له مدافعانو دفاع کول هغه مهال چې دوی خپله ارزښتناکه دنده ترسره کوي. د بشري حقونو تصویب شوې نړیوالې اعلامیې د نړۍ ژمنتیا پیاوړې کړه.»
له دې سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د دې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې ماتې نه کړي.
یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې نړیوالې ټولنې ته د سرپرست حکومت له لوري شوي ژمنې مهمې او د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او ښېرازۍ لپاره حیاتي بللې دي.
په خبرپاڼه کې د یوناما د مشر روزا اتونبایوا له خولې ویل شوي، په افغانستان کې که له یو لوري ثبات رامنځته شوی، خو له بل لوري د ښځو او نجونو حقونو نقض دوامدار ساتل شوی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه: « په خواشینۍ سره موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یوو. د امنیت په برخه کې له ښه والي او د وسله وال تاوتریخوالي له کمښت سربېره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږد مهال او خطرناک ډول له منځه تلو سره مخ دی. د دې کار زیان ښځې او نجونې ګالي.»
روزا اتونبایوا د سرپرست حکومت هغې غوښتنې ته په اشارې چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ورکړل شي ویلي، په دې سازمان کې د استازیتوب لپاره باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو ساتل او پرمختګ په نظر کې ونیول شي.
د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د یوه پیاوړي هېواد او د خلکو هوساینې لپاره د بشري حقونو خوندیتوب مهم ګڼلی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي: « بشري حقونه د یوه پیاوړي هېواد جوړولو او د افغانستان خلکو د هوساینې لپاره اړین دي. د بشري حقونو د ورځې په مناسبت اروپايي ټولنه د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د کار او زده کړو حق د ساتنې په برخه کې پرخپله ژمنه ټینګار لري.»
په ورته مهال، سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د خبرپاڼې په غبرګون کې وايي، ټولو افغانانو ته یې له اسلامي اصولو او افغاني فرهنګ سره سم حقونه ورکړي دي.
د مسوولینو په خبره، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي اصولو پر رڼا کې تعریف او محاسبه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: « یو شي ته باید زموږ پام وي چې بشري حقونه باید له افغاني او اسلامي دید محاسبه شي. اروپايي او امریکايي هېوادونه یا نوره نړۍ د حقونو تعریف د خپل ځانګړي فرهنګ او باور له مخې کوي. هغوی باید افغانستان ته له خپل دید ونه ګوري باید افغانستان ته د افغانستان له دید او اسلامي اصولو له مخې ولیدل شي. دلته د هېچا حق نه دی تلف شوی مګر دا چې وویل شي افغانستان اروپا ده او اروپا کې چې خلک کوم حقونه لري باید افغانستان کې هم ورکړل شي؛ دا نو د افغانستان پر فرهنګ، دود او کلتور یو ډول تېری دی، د افغانستان له اعتقاداتو سره ګستاخي ده او موږ ته د منلو وړ نه ده.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې فیونا فریزر هم له بنسټیزو حقونو د افغان ښځو او نجونو محرومېدل د ټولو افغانانو د هوساینې په برخه کې د یوې څرګندې او قصدي ناکامۍ لامل بولي.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د ډسمبر پر ۱۰ د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ له خوا تصویب شوه، چې افغانستان هم د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.