د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) له لوري په خپور شوې راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۱۵.۳ ميليونه وګړو ته بشري مرستې رسول شوې دي.
دغه راز راپور کې ویل شوې چې ۱۷.۳ ميليونه افغانانو ته يې د مرستو رسولو لپاره له نړۍ څخه د ۳.۰۶ میليارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه؛ خو له غوښتل شویو پيسو يې يوازې ۹۵۸.۵ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.
راپور کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې لاهم د بېوزلۍ کچه لوړه ده او د مرستو دوام لپاره لا ډېرو پیسو ته اړتیا ده.
د راپور یوه برخه: « په داسې حال کې چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو موږ د خپلو همکارانو په مرسته د پلان شویو ۱۷.۳ میلیونو کسانو له جملې، شاوخوا ۱۵.۳ میلیونو کسانو سره بشري مرستې کړې. له دې سربېره، موږ له ۲.۸ میلیونو کسانو سره په درېیو بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که څه هم نړیوالو مرستو په مختلفو وختو او مختلفو برخو کې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کړې او د افغانستان مالي نظام یې له رکود ژغورلی، خو دغه مرستې په یوازې ځان بسنه نه کوي. اړتیا ده چې د دغو مرستو ترڅنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه وشي، که دا د صنعت سکټور دی، که د کانونو برخه ده، که د کرنې او خدماتو سکټورونه دي یا هم نورې برخې.»
خو ځینې نور بیا نيوکه کوي چې په افغانستان کې د نړیوالو له لوري مرستې ځکه اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولی چې ډېره برخه يې د ملګرو ملتونو په شمول د انجيوګانو پرعادي لګښتونو مصرف کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « دغو سازمانونو خپل باور له لاسه ورکړی؛ ځکه اوس ټولو ته معلومه شوې چې د دې مرستو زیاته برخه یانې له ۶۰ تر ۸۰ سلنو برخه یې د دوی په شخصي مسایلو لګول کېږي. مثلا ً د امنیت برخه، د هغوی معاشونو او ټرانسپورټ په برخه کې مصرفېږي. پاتې برخه چې خلکو ته وېشل کېږي، د خلکو بنسټیز مشکل نه شي حل کولی.»
بله خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کتنه کې د يادې ټولنې له لوري د تمویلېدونکو موسسو له خوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانانو لپاره ځانګړې شوې پیسې باید په شفاف ډول ولګول شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین وايي: « په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د اروپايي اتحادیې له لوري تمویل شویو موسسو له خوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه پيسې چې د افغانستان خلکو لپاره ځانګړې کېږي، باید په شفافه بڼه ولګول شي؛ ترڅو خلکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي.»
له دې سربېره، د نړیوالو مرستندویه ادارو (ډبلیواېف پي)، (یو اېن اېچ سي آر)، (ډبلیو اېچ او)، (یونیسف)، (اوچا) او یو شمېر نورو ادارو د مرستو په بهیر د شنونکو نیوکې دا دي چې په شفاف ډول تر اړمنو کسانو نه رسېږي.