په نړۍ کې د ډله ييزو وژنو زیاتې بېلګې موجودې دي. له افریقايي تورپوستو نيولې بيا شمالي امریکا کې تر بومي سور پوستو، بوسنیایانو او فلسطینيانو پورې.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې ځينې هېوادونه او نړيوال سازمانونه چې ځان د بشري حقونو مدافعان بولي، په بېلابېلو هېوادونو کې د نسل او ډله ييزو وژنو په تړاو تبعيضي ليد لوري لري.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت وايي: « د افریقايي تورپوستو نسل وژنه، په شمالي امریکا کې د اصلي سور پوستو نسل وژنه، په اسلامي نړۍ کې د فلسطینیانو نسل وژنه، په یوګوسلاویا او بالکان کې د بوسنیایانو نسل وژنه او نور. د دې ټولو تر شا د غربي نړۍ د ابرقدرتونو مستقیم یا غیر مستقیم لاس دی. هغه څوک چې نن د بشري حقونو یا نسل وژنې تعریفونه کوي، هغوی د همدغو نسلونو قاتلان دي. نړیوال عدالت هغه مهال پلي کېدای شي چې دا ابر قدرتونه د نورو هېوادونو په څېر نړیوال نورمونه ومني، د کوچنیو مظلومو هېوادونو حق ورکړي او د نورو پر حاکمیت باندې له تعرض او اشغال ډډه وکړي.»
ځينې نور بيا وايي، يو شمېر هېوادونه او نړيوال بنسټونه د بشري حقونو مساله د سياسي ابزارو په توګه کاروي.
دوی زیاتوي، که دغه هېوادونه په واقعي مانا د بشري حقونو تامین او د نسل وژنې مخنیوی غواړي، نو د فلسطینيانو د نسل وژنې مخه دې ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « کوم ظلم چې اسراییلو د فلسطین پر مظلوم ولس باندې روان کړی، د بشري حقونو مدافعان چېرې دي چې پر اسراییلو غږ وکړي چې دا نسل وژنه بنده کړي. دا هسې یو شعار دی او زه فکر کوم که چېرې دوی واقعا ً د بشري حقونو مدافعان وي، لومړی باید د اسراییلو د روان ظلم مخه ونیسي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « مثال یې لکه پر غزې، فلسطین او لبنان د اسراییلو برید. یوازې په غزې کې اسراییلو څه باندې ۴۰ زره ماشومان ووژل. ولې امریکا یا نور زبرځواک هېوادونه لاهم د اسراییلو ملاتړ کوي. دلته سیاسي اهداف دي، انسان ته، انسانیت ته هېڅوک درناوی نه لري.»
د نسل وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې تصويب شوه او۱۹۵۱ زېږدیز کال کې یې په عملي توګه قانوني بڼه خپله کړه او له هغې راهيسې هر کال په ټاکلې ورځ نمانځل کېږي.