په افغانستان کې د بشري وضعیت بدتر کېدو په تړاو د اندېښنو په لړ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړصندوق (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په راپور کې ویل شوي چې په دغو اړمنو کسانو کې به ۱۲.۴ میلیونه تنه ماشومان وي.
راپور کې په افغانستان کې د اړمنو په شمېر کې د زياتوالي لامل اقتصادي ننګونې، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي زیانونه او د بشري فعالیتونو پر وړاندي خنډونه بلل شوې.
د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغو اړمنو کسانو کې ۱۲.۴ میلیونه ماشومان هم شامل دي. د اړمنو په شمېر کې د زياتوالي لامل شخړې، اقتصادي ستونزې، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي ټکانونه او د بشري فعالیتونو پر وړاندې خنډونه دي.»
دغه راز په راپور کې ویل شوې، سېلابونه، ځمک ښوېدنې، وچکالۍ او زلزلې د اقلیم د بدلون منفي اغېزې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي، د کورنیو په کچه د خوندیتوب خطرونه او بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.
د راپور یوه برخه: « د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ لاهم محدود دي او د کار زمینه هم د خنډونو او ننګونو له زیاتېدو سره کم رنګه شوې ده.»
د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د فقر او بېوزلۍ لوی لامل نړیوال سیاسي او اقتصادي بندیزونه ګني او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې دا بندیزنه لرې او بشري مرستې سياسي نه کړي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: « هغوی چې په افغانستان کې د فقر او اقتصادي مشکلاتو په اړه راپورونه خپروي، که ملګري ملتونه دي یا نور هېوادونه، باید په لومړي سر کې هغه بندیزونه لرې کړي چې پر افغانستان یې لګولي دي. بشري مرستې او ولسي اقتصادي پروژې له سیاسي موخو سره ونه تړي، که د بشري حقونو په تړاو د دوی شعارونه تر پوښتنې لاندې راځي.»
بله خوا، د اقتصاد وزارت مسوولين وايي، اسلامي امارت د فقر او بېوزلۍ کمولو لپاره د هېواد پر کچه یو شمېر پروژې پلې کوي چې ورسره به د فقر او بېکارۍ ګراف راښکته شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: « زموږ هڅه دا ده چې هرڅومره ژر د افغانستان د خلکو پانګه او شتمني آزاده او د هېواد په آبادۍ او اقتصادي پراختیا کې ولګول شي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه راز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د اړمنو لاسنيوي په موخه په بیېړنۍ توګه څه باندې يو ميليارد ډالرو ته اړتیا لري.
که څه هم د يونېسف په څېر د ملګروملتونو ګڼو سازمانونو د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره تېر کال هم میلیونه ډالر راغونډ کړل، خو دغو پیسو او مرستو د اړمنو افغانانو په شمېر کې کمښت نه دی راوستی.