Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مېرکل: افغانستان کې د جرمني پوځي همکاري مهمه وه او د ستایلو وړ ده

مېرکل: افغانستان کې د جرمني پوځي همکاري مهمه وه او د ستایلو وړ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیرې د دې هېواد د پارلمان په یوه کمېټه کې له ناټو غړیو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې  د جرمني پوځي حضور ستایلی.

انګېلا میرکل ویلي، ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د ناټو غړیو هېوادونو د ځواکونو تلل د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وه، ترڅو د ترهګریزو بریدونو د احتمالي پلان مخنیوی وکړي.

د مېرکل په خبره، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د یوه قانوني حاکمیت، بشري حقونو او دېته ورته نورو مسایلو په تطبیق کې ناکامه شوې ده.

هغې زیاته کړې: « له نړیوالې ټولنې سره یوځای تللی وو او له هغوی سره یو ځای راووتو. که موږ دا کار نه وای کړی، زه په دې ډاډه وم چې راتلونکې پایلې به یې د سپټمبر له ۱۱ سختې وې.»

مېرکل د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو سره د ناټو پر وخت نه همکاري او د اسلامي امارت پر وړاندې په جګړه کې د هغوی د کمزورتیاوو ملاتړ نه لرل، د پخواني حکومت د پرځېدا لاملونه ګڼلي.

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان په ۲۰۰۱ زېږدیز کال افغانستان ته  د امریکا پر مشرۍ د ناټو غړیو هېوادونو پوځي ماموريت یوه داسې نا پلان شوې طرحه بولي چې پایلو یې د یادو هېوادونو پر ستراتیژیکو اهدافو منفي اغېز لرلی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په لومړي سر کې باید ووایم چې افغانستان ته د امریکا راتګ بې پلانه، بې پروګرامه او بې مورده و؛ ځکه دوی چې راغلل بېرته پښېمانه شول. امریکا چې چېرته تللې، لکه سعودي عرب، جاپان یا نور هېوادونه هلته ډېر وخت پاتې شوې، خو د پرسونل تعداد یې کړم کړی. دوی اوس ګوري چې چین او روسیه او د ایران په څېر نور هېوادونه افغانستان  ته نږدې شوي او دوی ندامت کوي چې موږ باید نه وای وتلي او یوه څه ځواکونه مو هلته پرې اېښې وای.»

د سیاسي چارو کارپوه  زلمی افغانیار وايي: « هر هغه نظامي حضور چې په کې د هېوادونو ملي ګټې مطرح نه وي او د اشغال بڼه ولري، طبعا ً یوه ورځ پای ته رسېږي. هغه وخت چې د مېرکل نظامي ځواکونه په افغانستان کې وو او افغانان یې وژل، هغه مهال یې ولې داسې پیغامونه نه ورکول. کله چې اروپايي ټولنې او امریکا دلته حضور درلود، نهايي موخه یې په حکومتدارۍ کې د خپل سیاسي عمق پلي کول وو. باید شته تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل لاره پيدا کړي او له دې زیات د افغانستان پر خلکو ظلم ونه کړي، ځکه چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د پارلمان یوې کمېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د څرنګوالی څېړنه کوي.

د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره هم یادې کمېټې ته د همدغو څېړنو په موخه غوښتل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist