Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګونونه په پراخېدو دي

طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګونونه په پراخېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

د اسلامي امارت له خوا په طبي انسټېټېوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده ‌کړو د بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام فرانسې، ناروې او د بې پولې ډاګټرانو ټولنې هم یاده پرېکړه غندلې او دغه ګام یې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په برخه کې نه مننونکې پرېکړه بللې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سرپرست حکومت له لوري  دغه ګام غیرعادلانه او د منلو وړ نه دی.

خبرپاڼه کې له سرپرست حکومت غوښتنه شوې چې پر ښځو او نجونو ټول لګول شوې محدودیتونه لرې کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: « طالبان له بنسټیزو حقونو د ښځو د لرې کولو هڅو ته دوام ورکوي او پر هغوی د محدودیتونو داسې پالیسي عملي کوي چې موخه یې په ټولنه کې له کار او تعلیم د نیمايي نفوس حذفول دي. موږ له طالبانو غواړو چې خپلې پرېکړې بېرته واخلي او د افغان ښځو او نجونو ټول حقونه ورکړي.»

په ورته مهال، ناروې او په افغانستان کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنې هم له طبي انسټېټېوټونو منع کول غندلي او دغه اقدام یې د افغانستان په تعلیمي او طبي برخه کې ننګونی خطر بللی.

د افغانستان لپاره د بې پولې ډاګټرانو ټولنې استازي مایکل لي پې ویلي: « له باسواده نجونو پرته متخصصې ډاګټرانې وجود نه لري. له دې سره به صحي سیستم له منځه لاړ شي. زموږ په فعالیتونو کې ۴۱ سلنه افغانې ډاګټرانې خدمت کوي چې له دې اقدام سره به صحي فعالیتونه سخت وځپل شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان هم له طبي انسټیټیوټونو د نجونو منع کولو ته ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې له دې سره به افغانستان کې روغتیايي بنسټونه سخت اغېزمن شی.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، جرمني، د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې په طبي انسټېټېوټونو کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د لګول شوي بندیزپه اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې د یادې پرېکړې د لغو کولوغوښتنه کړې.

د سرپرست حکومت چارواکو لا تراوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist