Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان بيا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو

صادق خان بيا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

د آصف دراني له ګوښه کېدو وروسته، پاکستان محمد صادق خان یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی.

د پاکستان بهرنیوچارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د صادق خان د ګومارنې خبر ورکړی.

 سره له دې چې نوموړی له پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره شخصي او نږدې اړيکې لري، تمه نه شته چې د کابل او اسلام آباد خرابې اړيکې دې ورغوي.

صادق خان له څه باندې ۲۰ کالو راهیسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي او د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې ښايي یوازینی پاکستانی وي چې د افغانستان په چارو کې ډېر پاتې شوی، خو دا ځل به یې ماموريت له ننګونو خالي نه وي.

په پاکستان کې آزاد خبريال طاهر خان وايي: « پاکستان په داسې وخت کې د افغانستان لپاره محمد صادق خان یو وار بیا استازی ټاکلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر فشار لاندې دي. دا اړيکې نورمال نه دي. پر يو بل تورونه لګول معمول ګرځېدلی او دا وضعيت به صادق خان له ننګونو او چلنجونو سره مخ کړي.»

د محمد صادق خان تېرځل ماموريت کې په نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان په تړاو نظر مثبت و او په قطر او کابل کې يې له اسلامي امارت مشرانو سره په ليدنو کې تل په سوله، ثبات او ټول شموله حکومت باندې ټينګار درلود.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان په تړاو د پاکستان پاليسي او سياستونه د پوځ له خوا اداره کېږي او د استازو ماموريتونه سمبوليک دي.

د سیاسي چارو کارپو طارق فرهادي وايي: « ځانګړی استازی تل د یوه هدف لپاره ټاکل کېږي ترڅو یو کار ترسره کړي. دا کس د برېښنا د فیوز حیثیت لري، که خپل کار ونه شي کولی، الوزي او په ځای یې بل کس راځي.»

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب وايي: « د صادق خانه ګومارنه د افغانستان په تړاو د پاکستان د ستراتیژۍ بدلېدو مانا نه لري، بلکې په سیمه کې د حالاتو تغییر او د صادق خان هغو اړیکو ته په کتو چې دی یې په افغانستان او سیمه کې له ډلو او اشخاصو سره لري، پاکستان د خپلو ګټو د تعقیب لپاره مناسبه بللې چې نوموړی یوځل بیا خپل ځانګړی استازی وټاکي. زه فکر کوم پاکستان لاهم د افغانستان په شر کې خپل خیر ګوري او افغانان باید دا موضوع درک کړي.»

صادق خان په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۳ میلادي کال په مارچ کې يې له دندې استعفا وکړه.

همدارنګه صادق خان له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۴کاله په افغانستان کې د پاکستان سفیر وه. نوموړی په لومړي ځل د عمران خان د حکومت له خوا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist