په افغانستان کې د منځنیو طبي زده کړو په انسټېټېټوټونو کې د نجونو پر زده کړو تاز بندیز ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي او له سرپرست حکومت غوښتنه شوې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې پاملرنه زیاته او کوټلي ګامونه پورته کړي.
د یاد سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار له شمشاد سره په خبرو کې د منځنیو طبي زده کړو پر بندیز ژوره اندېښنه وښوده او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
هغې زیاته کړې:« د طالبانو له خوا د نجونو د منځینو طبي زده کړو بندیز په رښتیني مانا خواشینونکی خبر دی. موږ له نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول غوښتنه کړې چې د افغان نجونو زده کړو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. نړیواله ټولنه نور باید د افغان نجونو زده کړو مساله جدي وګڼي او په اړه یې پرېکړه وکړي.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سرپرست حکومت پر تازه پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او پر خپله اېکس پاڼه یې له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دا بندیزونه په داسې هېواد کې لګول شوي چې د مېندو د مړینې ګراف په کې لوړ دی.
دغه سازمان زیاته کړې:« زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي، خو طالبان یې په پرله پسې توګه تر پښو لاندې کوي. دغه بندیزونه سره له دې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ لارې بندوي، د ښځو د سلامت په برخه کې هم خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې په کې د مېندو د مړینې کچه هم لوړه ده.»
دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي، د سرپرست حکومت دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.
سربېره پردې، د افغانستان لپاره د بریټانیا شارژدافیر رابرت ډیکسن پر خپله اېکس پاڼه یوه پیغام کې دغه تصمیم د ښځو پر اساسي حق تېری یاد کړی.
هغه زیاته کړه:« زه اندېښمن یم چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو طبي زده کړو مخه هم نیولې. دا د ښځو تعلیم پر حق یو بل تېری دی او د افغان ښځو او ماشومانو لپاره به روغتیایي خدمات نور هم محدود کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د نجونو پر زده کړو پرله پسې بندیزونه به د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په روان سیاسي تعامل لا منفي اغېز وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د طالبانو دغه نوی بندیز چې د نجونو پر تحصیلاتو یې لګولی، زه فکر کوم دا به افغانستان نور هم منزوي کړي، د افغانانو اقتصادي مشکلات به نور هم زیات کړي او هغه د رسمیت پېژندلو پروسه به لا وځنډوي. دغه ډول تصامیم به هرکله د افغانستان پر زیان وي او د افغانستان ملي ګټو ته تاوان اړوي.»
په ټول افغانستان کې نږدې ۲۰۰ دولتي او غیردولتي طبي انسټېټېوټونو کې په زرګونه نجونې د قابله ګۍ، نرسېنګ، ستوماتولوژي، غاښونو او نورو برخو کې زده کړې کولې،چې وړمه ورځ د عامې روغتیا وزارت د پریکړې له مخې په کې د نجونو زده کړې تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د زیږون پرمهال په کې د مور او ماشوم مړینې کچه لوړه ده او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.