Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره څه باندې۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره څه باندې۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو د آزاربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم بدلون په نړیوال ۱۲ ورځني کنفرانس کې له ګډن وورسته، د یکشنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۱) د یوې خبرې ناستې پرمهال د خپلو لیدنو او لاسته راوړنو راپور رسنیو سره شریک کړ.

 چارواکو وویل، په یاد نړیوال کنفرانس کې یې ګډون له لاسته راوړنو ډک و.

د چارواکو په خبره، د باکو په کنفرانس کې پرېکړه وشوه هغه هېوادونه چې پرمختللی صنعت لري، د ګلخانه یي ګازونو په تولید او خپرولو کې زیاته ونډه لري او له همدې امله اقلیمي بدلون رامنځته شوی، باید هر کال۳۰۰ میلیارد ډالره هغو هېوادونو ته ځانګړي کړي چې د اقلیم بدلون له امله زیانمن شوي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې شپږم ځای لري چې د اقلیم بدلون له امله زیانمن شوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي زیاتوي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره افغانستان ۲۰.۶میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او دا خبره یې د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې هم مطرح کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص وايي: « په دې غونډه توافق وشو چې دوی به هر کال ۳۰۰ میلیارد ډالر مالي تعهدات د پرمختللیو هېوادونو له خوا اړوند بانکونو ته سپارل کېږي ترڅو یې هغوی د خپلو سیسټمونو له لارې په آسیب پذیره هېوادونو کې مصرف کړي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین وايي: « تر ۲۰۳۵ کاله هر کال ۳۰۰ میلیارد ډالره آسیب پذیرو هېوادونو ته مالي ژمنې وشوې ترڅو آسیب پذیره هېوادونه د اقلیمي بدلون د وجهي صندوقونو له لارې د پروپوزل په وړاندې کولو سره هغو ته لاسرسی ولري. د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان اړتیا ۲۰.۶ میلیارد ډالره ده.»

په ورته وخت کې د دغې ادارې چارواکي وايي، د اقلیم بدلون په برخه کې یې د څه باندې ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د هغو پروژو د بېرته پيلولو غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت په راتګ سره ځنډول شوې وې او په خبره یې  تمه لري چې دغه پروژې به بېرته پيل شي.

 دوی زیاتوي، د اقلیم بدلون په برخه کې دوه نوې پروژې چې ارزښت یې څه باندې ۱۰ میلیونه ډالره کېږي، تایید شوې چې کارونه به یې ژر پیل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص وايي: « د اسلامي امارت په راتلو سره دلته ۳۲ پروژې چې بودیجه یې څه د پاسه ۸۰۰ میلیونه ډالره وه، ځینې یې په جریان کې وې او د ځینو کارونه نیږدې شوي وو چې باید پای ته ورسېږي او کار پرې شروع شي، له دوو پروژو پرته نورې ټولې د تعلیق حالت ته ولوېدې. موږ هلته دا خبره یاده کړه ترڅو دغه پروژې بېرته پیل کړو.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین وايي: « تمه شته چې دغه پروژې تایید شي او موږ وکولی شو په عملي توګه یې پيل کړو. په دې وروستیو کې زموږ دوه پروژې تایید شوې دي چې یوه یې د ۱۰ میلیونو ډالرو ارزښت لري او بله هم د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت د مېلف له څو اړخیز صندوق ده چې عملا ً تایید شوې ده. نورې پروژې هم جي اېف او جي.سي،اېف شورا ته ځي او موږ تمه لرو چې دا مهم تایید شي.»

دا چې افغانستان پرمختللی صنعت نه لري او د مخ پر ودې هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي، نو د ګلخانه یي یا مضره ګازونو په تولید کې یې ونډه ۰.۰۸ اته ده چې تقریبا ً په هېڅ حسابیږي، خو د پرمختللیو صنعتي هېوادونو د مضره ګازونو د تولید او انتشار له امله یې اقلیم سخت زیات زیانمن شوی.

د اقلیم بدلون له امله افغانستان کې د تودوخې درجه د پخوا په پرتله ۱.۸ درجې لوړه شوې، ۱۸۱ کیلومټر مربع طبیعي یخچالونه یې له منځه تللي، هر کال د افغانستان د کرنې سکټور۲۸۰ میلیونه ډالره زیانمن کېږي، د وچکالۍ له امله ۲.۵میلیونه تنه افغان وګړي له خپلو مېنو بېځایه شوي، د سېلابونو له امله په اوسط ډول هرکال۷۵۰ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یې بنسټونه ویجاړیږي.

 په تېرو لسو کالو کې ۱۰۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه، ۴۶ زره هکټاره باغونه له منځه تللي، ۴۵ زره کورنه ویجاړ شوي، له ۱۱۰ زره زیاتو نورو کورونو ته زیان رسیدلی.

همدارنګه ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات له منځه تللو ګواښ سره مخ دي او ۲۱ میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د اقلیم بدلون پولې او مرزونه نه پېژني نو اړتیا ده چې په دې برخه کې نړیوال له افغانستان سره مرستې وکړي او دغه مساله له سیاست سره ونه تړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص وايي: « د اقلیم بدلون یوه نړیواله موضوع ده او نړیوال باید په دې برخه کې له نړۍ سره اوږه په اوږه ګامونه واخلي. نن سبا دغه مسایل ډېر کله له سیاست سره تړل کېږي، خو واقعیت دا دی، لکه څرنګه چې تغییر د اقلیم جغرافیه نه مني، دغه شان په ټولنیز شکل باندې هم قشر او جنس هم نه پېژني. په افغانستان کې ښځې او ماشومان د نارینه وو په پرتله د اقلیم له بدلونونو ډېر اغېزمن شوي دي.»

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکو د اقلیم بدلون کنفرانس په څنډه کې د ۱۹ مطرحو هېوادونو له  استازو سره د لیدنو پرمهال غوښتنه کړې چې باید افغانستان ته د اقلیم بدلون په تړاو په ټولو راتلونکو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون حق او بلنه ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist