د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ازبېکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې له د ازبېک چارواکو سره د لیدنو پرمهال غوښتنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا له خبرو سربېره، د کانونو پر استخراج، افغان ټرانس پروژې او اړونده مسایلو خبرې کړې.
د ازبېکستان لومړي وزیر مرستيال ويلي، د رېل پټلۍ اړوند افغان – ټرانس پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو ښکېلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.
عبدالسلام حنفي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغو کتنو په اړه وايي: « د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د ازبېکستان لومړي وزیر د افغانستان او نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او نورو سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده او د افغان – ټرانس لویې پروژې پر عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ یې دخیلو هېوادونو ته د دغې پروژې د ګټو په اړه مالومات ورکړل. په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب د ازبېکستان لومړي وزیر د همکاریو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.»
فطرت زیاتوي، ازبېکستان ته د حنفي سفر د دې هېواد په بلنه شوی او په لړ کې به یې له ازبېک چارواکو سره د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وشي.
د سیاسي چارو کارپوهان دا ډول سفرونه د اړیکو پراختیا لپاره مهم بولي او زياتوي، په دې وروستيو کې داسې ښکاري چې تاشکنت له کابل سره د اړیکو پراختيا ته لېواله دی.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « ازبېکستان غواړي د افغانستان له اسلامي امارت او افغانانو سره ښې اړیکې ولري. هرڅومره چې دغه شان سفرونه او لیدنې زیاتې شي، د افغانستان اسلامي امارت او خلکو پر ګټه دي.»
ازبېکستاني چارواکو تر اوسه د دې ليدنو په اړه څه نه دي ویلي.
د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، د دې سفر یوازینۍ موخه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتيا سربېره د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې له افغانستان سره د ازبېکستان د همکاريو جلبول وي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو ته وده ورکول، د اقتصادي او پرمختیايي پروژو لپاره عملي ګامونه پورته کول دي.»
ازبېکستان يو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري.
سره له دې چې تېره تله (میزان) میاشت کې یې عبدلغفاربحر د افغانستان د شارژدافېر په توګه ومانه، خو لایې هم د نورو هېوادونو په څېر سرپرست حکومت پر رسمېت نه دی پېژندلی.