Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان سياسي مسايلو کې د افغانانو ښکېلتيا رد کړه

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان سياسي مسايلو کې د افغانانو ښکېلتيا رد کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

څو ورځې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وويل، د دې هېواد پخواني لومړي وزير عمران خان د ملاتړو په لاریونونو کې افغان کډوال هم موجود وو او ان ځينې يې نيول شوې هم دي.

له دې سره، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ هم ورته ادعا کړې او ويلي يې دي چې د عمران خان په پلوۍ لاريونونو کې د نيول شویو افغانانو هويت به په راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي.

خو په اسلام آاباد کې د افغانستان سفارت دا ادعا بې بنسټه بللې او وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هېڅ سياسي او يا هم جرمي مسايلو کې لاس نه لري.

د سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، په پاکستان کې مېشتو افغانان د سوله ‌ييز ژوند له لارې د دې هېواد په اقتصاد کې مثبته ونډه لرلې ده.

د اعلامیې یوه برخه: « افغان کډوال په پاکستان کې په هېڅ ډول سیاسي لوبو کې ښکېل نه دي او نه يې په کومو جرمي پېښو کې لاس لرلی. هغوی همېشه سوله ‌يیز ژوند کړی، د پاکستان په اقتصاد کې يې مثبته ونډه لرلې. افغان کډوال چې لا له وړاندې د پاکستان د تېر موقت حکومت له وخته را پیل شويو پالېسیو له امله له محدودیتونو او وېرې سره مخ دي، هېڅکله نه غواړي چې په سیاسي لوبو او ناندریزو احتجاجونو کې ځان ښکېل کړي.»

اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوې چې د افغان کډوالو پر وړاندې د بې باورۍ داسې فضا رامنځته نه کړي چې د دوی ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان اوس په سیاسې، اقتصادې او امنیتي برخو کې د بېوزلۍ وروستي حد ته رسېدلی او د خپلو ناکامیو پړه پر افغانانو اچوي.

دوی زياتوي، سرپرست حکومت دې د پاکستان پر وړاندې جدي دریځ ونيسي او د هر تور پورې کولو ځواب دې ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « دوی غواړي د دغو ویناګانو په وسیله نړۍ ته وښيي چې دا افغانستان او افغانان دي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو داسې نه ده بلکې خبره برعکس ده. د پاکستان له جوړېدو راهیسې د پاکستان حکومت، نظامیان او سیاستوال د پنجاب له آدرسه د افغانستان د تباهۍ، بربادۍ، د نظامونو چپه کولو او زموږ د هویت بدنامولو لپاره پر نړیواله کچه عملي کار کړی.»

ځینې نور بیا وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې لر او بر افغانان له سرپرست حکومت سره پر ګډه د پاکستان د ناوړه کړنو پر وړاندې ودریږي او د دې اجازه ورنه کړي چې پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان په خبرو باور کول یوه لویه تاریخي تېروتنه ده. ټول افغانان باید د دې هېواد په هکله سره یو لاس شي، ترڅو په راتلونکي کې ونه شي کولی افغانستان د خپلو درواغو او سیاسي موخو قرباني کړي.»

له دې ټولو سره سره، په اسلام‌ آباد کې د افغانستان سفارت خبرداری ورکړی چې ورته ادعاوې به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist