Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه د امربالمعروف نوی قانون د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې جدي ننګونه بولي

د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د افغان ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/01

پر افغان ښځو د لګول شويو محدوديتونو د لرې کېدو او پر وړاندې یې د غبرګونو په دوام دا ځل د ملګروملتونو سترې کميشنرۍ، دغه محدويتونه په ښځو او نجونو کې د رواني ناروغۍ د زياتوالۍ اصلي لامل بولي.

د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویانده وایي، د افغانستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې څه باندې ۶۰ میلیون ښځې له خپلو سیمو په جبري ډول بې ځایه شوې او د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخ دي.

شابیا مانټود اسلامي امارت پر پاليسو نېوکه کړې او ويلي یې دي، د سرپرست حکومت له لورې د لګول شویو محدویتونو له امله افغانې ښځې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

مانټو زیاته کړې:« په افغانستان کې  پر ښځو او نجونو محدودیتونه ، بې کچه کورنی تاوتریخوالی او په ټوله کې ناوړه اقتصادي وضعیت چې د ښځو پر سلامتیا بدې اغېزې لري. د ملګرو ملتونو ادارو هم د دې راپور ورکړ ی دی.»

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عامه اړیکو مشر له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت ویلي، د نورو همکارانو پر ملاتړ د افغان  ښځو او نجونو د حقونو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د ماریو کریفو په خبره، واشنګټن د زد کړو او کار حق ته د افغان ښځو د لاسرسي ملاتړ ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې:« افغانې ښځې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره امنیت او فرصتونه غواړي، په افغانستان کې د امریکا ماموریت د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کوي. هو! ویلی شم د امریکا ماموریت په پام کې لري چې د زدکړو، کارموندنې او مدني او سیاسي حقونو په ګډون بنسټیزو حقونو ته د افغان ښځو لاسرسی زیات کړي.»

دې ته په پام د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر ویلي، افغانې ښځې د خپلو حقونو له بې درېغه ځوړ سره مخ دي.

ولکر تورک ویډیو پیغام کې ويلي، دمګړۍ افغانې ښځې د ګرځېدلو او بیان ازادي حق نه لري او سرپرست حکومت بايد پر افغان ښځو لګول شوي محدویتونه لرې کړي.

هغه زیاته کړې:« موږ په تېرو درېیو کلونو کې ولیدل چې د افغان ښځو پر وړاندې سرپرست حکومت د بشري حقونو په برخه کې پراخې سرغړونې کړې، فرمانونو او سیمه ییز اقداماتو یې د تعلیم او کار حقونه محدود کړي او د تګ راتګ، سوله ییزو غونډو او د بیان د آزادۍ په برخو کې د دوی حقونه یې ختم کړي دي.»

خو د اسلامي امارت وياندد ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو او نجونو تول شرعي حقونه تامين بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې سولې سازمان په یوه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل  له لارې په افغانستان کې د جنسي تبعيض د عادي کېدو مخه ونیسي.

 خو د اسلامي امارت چارواکو په کراتو ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist