Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت ته د پاکستان خبرداری؛ زموږ د خلکو زغم مه ازمايئ

د زهرا بلوچ ادعا؛ د تحریک انصاف ګوندلاریونونو پر مهال یو شمېر افغانان نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/01

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، یو شمېر افغانانو په اسلام اباد کې  د تحریک انصاف ګوند پر پلوۍ په لاریونونو کې برخه اخیستې ده.

بلوچ ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو د تحریک انصاف ګوند پر ملاتړ لاریونونو کې د یو شمېر افغانان نېولې دي.

د بلوچ په خبره، د پاکستان پالیسو او کډوالۍ قانون سره سم ټولو بهرنیو وګړیو ته په اسلام اباد کې د ژوند کولو حق ورکول کوي.

هغې زیاته کړې:« موږ په دې باور یو چې هر بهرنی وګړی چې د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخلي د منلو وړ نه دی او له ټولو بهرنیو وګړیو دا تمه لرو چې د پاکستان قوانین او کلتور ته درناوی وکړي. همداراز په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون په اړه کورنیو چارو وزارت جزئیات ورکړي دي.»  

دوه ورځې وړاندې کله چې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي  په رهبرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلام اباد کې خپل لاریونونه وځنډول، د دې هېواد کورنیو چارو وزیر محسن نقوي  او د اسلام اباد د پولیسو مشر علي رضوي پاکستاني رسنیو ته په خبرو کې ادعا وکړه چې  د تحریک انصاف د پلویانو په لاریونونو کې د نیولو شویو کسانو له ډلې يې شاوخوا ۲۰ تنه افغانان دي.  

محسن نقوي ویلي وو، د نوي زېږدیز کال له پیل وروسته به د افغانانو په ګډون هېڅ بهرني وګړي ته له اجازت نامې پرته په اسلام اباد کې د ژوند کولو اجازه ورنه کړي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په کورنیو ستونزو کې د افغانانو ښکلتیا سربېره د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې ننګونې زیاتې کړې او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ کچه یې بې مخینې توګه راکمه کړې.

بل لور ته يو شمېر فغان پانګوال وايي، پاکستان د افغانستان پر صادارتو ماليه زياته کړې او دغه راز يې د سوداګري په برخه کې د اسانتیاوو پر ځای ننګونې رامنځته کړې.

دوی د پاکستان حکومت له لوري دغه اقدام په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو او سوداګرو لپاره جدي ننګونې ګڼي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي:« که چېرې افغانستان او پاکستان له یو بل سره منظمې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې، زموږ لپاره کراچۍ کې پاکستان ستونزې جوړې نه کړي، تورخم یا په نورو برخو کې ستونزې جوړې نه کړي، یا زموږ د تازه سبزیو او مېوو لپاره ستونزې جوړې نه کړي، منظمه راکړه ورکړه ولرو، زموږ د دواړو اقتصادي برخه به ډېر پرمختګ وکړي او ډېر مخکې به ولاړ شو.»

دعمران خان له بند څخه د ازادېدو لپاره د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لوري په تېره اوونۍ کې پراخه لاریونونه چې د اسلام اباد تر ډيپلوماتیکو سیمو پورې ورسېدل نه یوازې لسګونو لاریون کوونکو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله واوړله، بلکې د دې ترڅنګ یې په اسلام اباد کې د لنډ مهاله لپاره د بهرنیو هېوادونو د استازولیو فعالیتونه هم وځنډول.

په ورته مهال  د سرپرست حکومت مسووولین د پاکستان د پوځي چارواکو له لوري هغه ادعا ته چې دت حریک انصاف په لاریونونو کې دافغانانو دښکلتیا په اړه یې کړي څه نه وايي خو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو بېرته پیلېدو خبر ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist