Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران علي رضا بېګدلي د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

بیګدلي: د تهران او کابل اړیکو پياوړتیا لپاره به هڅې وکړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/01

علې رضا بيګدلي چې تازه د تهران لخوا د افغانستان لپاره د نوې سفېر په توګه معرفې شوی، د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر۱۰ مه) کابل ته راورسېد او رسماً به خپلې چارې پیل کړي.

بیګدلي ویلي، د خپل کاري ماموريت پرمهال به د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو پیاوړتيا لپاره هڅې وکړي.

بېګدلې د ایران په کوربتوب د افغان کډوالو ستونزې ته په اشارې څرګنده کړې،چې هېواد يې د هغه افغان کډوالو قدردانی کوي چې په قانوني لارو دې هېواد ته لاړ شي.

هغه زیاته کړې:« هغه کډوال چې په غیر قانوني ډول ایران ته تللي غوښتنه مو کړې ده، چې بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او هڅه دې وکړي چې د قانوني لارو خپل سفرونه ترسره کړي. موږ هڅه کوو ترڅو په هېواد کې د افغان وګړو د حضور مساله او همداشان د خلکو د تګ راتګ مساله تنظیم کړو. انشاالله د دې مسالې څخه به هم د یوه فرصت په توګه د اړیکو د پراخېدو لپاره کار واخلو.»

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بیګدلي په ۱۳۴۰ لمریز کال کې زېږېدلی دی او تر دې مخکې یې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د کونسلي چارو د مرستیال، په اذربایجان، ترکیې او قبرس کې د ایران د سفیر او په قراقستان کې د شارژدافیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت مسوولین  وايي، کابل له تهران سره مثبتې اړیکې لري او ټېنګار کوي چې نوی سفېر به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي او سواګریزې اړیکې نورې هم پیاوړي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند  ضیااحمد تکل وايي:«موږ د ایران نوي سفیر ته هم خوشبینه یو. نوموړی به وکولی شي چې د افغانستان او ایران ترمنځ شته اړیکې لا پياوړې کړي او په اقتصادي، سیاسي او تجارتي برخو کې مهم ګامونه واخلي. همدار راز د نوموړي له راتګ سره په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته لاسرسی وشي او په ایران کې مېشتو افغانانو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ایران د افغانستان پروړاندې له کاذبې تګلارې کار اخلي او په واقعي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې نه درک  کوي.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د ایران د نوي سفیر په هغمږۍ دې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« خدای دې وکړي چې د ایران نوی سفیر هم د افغانستان لپاره ګټور واقع شي. هغه په دې مانا چې  موږ ګورو چې دا څو وروستي کلونه یا کله چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، له هماغه وخته ایران د افغان کډوالو پر وړاندې ډېر ناوړه چلن کوي.»

د سیاسي چاروړ کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« موږ په دې څو لسیزو کې د دغو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ټولې ناروا بشري کړنې په خپلو سترګو عملا ولیدلې چې څومره جنایتونه یې زموږ د هېواد اړه وکړل. دا چې پخوانی سفیر یې بېرته ایران ته ولاړ او نوی سفیر یې رالېږلې، تاسې د ایران نوي ولسمشر پاليسي ولیدله چې د افغانانو پر وړاندې چې د دوی په هېواد کې کډوال دي  څه ناروا جنایتونه یې ترسره کړل.»

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ایران لپاره د نوې ګومارل شوي سفیر وړاندې حسن کاظمي قمي په همدې ماموريت څه باندې دوه کاله  دنده وکړه.

ایران هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د اسلامې امارت پر رسمیت نه پېژني، خو له ۲۰۲۱ کال راهېسې چې سرپرست حکومت  بیا په افغانستان کې واکمن شوله اسلامې امارت سره  نږدې اړېکې پاللي  او دغه راز يې په ایران کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ هم د اسلامې امارت استازو ته سپارلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist